د مسؤليت احساس

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵وږی ۱) منصور درمان

د مسؤليت احساس ډېرې فايدې لري، چې څه فايدې علامه صالح ملوحي په لاندې ډول ذکر کړي:

۱ـ مسؤليت انسان ته احساس، بيداري او ادراک بخښي چې د الله تعالی او د مخلوق په وړاندې امانت اداء کول واجب دي.

۲ـ مسؤليت په عمل کې اخلاص او په دې باندې ثبات پيدا کوي.

۳ـ په مسؤليت سره انسان ته د خلکو اعتماد او عزت حاصليدی شي.

۴ـ مسؤليت مسؤل انسان ته سعادت بخښي کله چې دی يو ګټور کار وکړي.

۵ـ هر انسان په ټولنه کې په اندازه د طاقت مسؤل دی او يو تن هم د مسؤليت نه خالي نه دی هر څومر چې د ده مرتبه په ټولنه کې کمه وي.

۶ـ په مسؤليت سره د دولت اساس قوي ګرځي او کله، چې سختي او جنګونه رامخې ته شي، نو په دې وخت کې دا دولت د اختلاف او ګډوډۍ قابل ګرزي.

۷ـ مسؤليت د انسان لپاره په ټولنه کي قيمت پيدا کوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button