
ډاکټر عبدالله غواړي چې اجرائيه رياست پوسټ په صدارت بدل کړي
(کابل ټکی کام ۱۳۹۵وږی ۱) الماس خدرخېل
د ګډ حکومت د مشرانو تر مينځ په دولت کې، د واکونو پر سر جنجالونه ورځ تر بلې زياتېږي او نوي اړخونه خپلوي.
اجرائيه رياست ويلي، چې عبدالله عبدالله نور د ګډ حکومت سره د تېرو دوه کلونو په څېر کار نه کوي او د اشرف غني سره به په راتلونکو کتنو کې د دې پوسټ په اړه وروستۍ خبرې وکړي.
د اجرائيه رياست نږدې پلوی د ملي امنيت پخوانی رئيس امرالله صالح وايي، چې اجرائيه رئيس عبدالله د ولسمشر اشرف غني سره راتلونکو ورځوکې په درې پړاونو کې خبرې پر مخ وړي. نوموړی وايي، چې په لومړۍ مرحله کې یې خپلې غوښتنې له ولسمشر سره شریکې کړي، په دویمه مرحله کې به پرې د ولسمشر نظر اوري او په درېیمه مرحله کې ډاکټر عبدالله غواړي د ګډ حکومت سره په نوې بڼه کار پیل کړي.
ويل کېږي ،چې د سیاسي توافقنامې پر اساس عبدالله عبدالله په دې هڅه کې دی، چې د اجرائیه ریاست پوسټ په صدراعظمۍ واړوي.
بل پلو د اجرائیه ریاست دویم مرستیال محمد محقق د ولسمشر او اجرائیه رئیس ترمنځ ګډ حکومت کې د اختلافاتو د دوام خبر ورکوي او په وینا یې د افغانستان پر سیاسي وضعیت دغو اختلافاتو منفي اغېز کړی دی.
تمه ده، چې تر غور وروسته به په راتلونکي غونډه کې ولسمشراشرف غني د عبدالله یادو وړاندیزونو او غوښتنو ته ځواب ووايي.
د ګډ حکومت مشرانو اختلاف له هغې ورځې پيل شو چې، ښاغلي عبدالله وويل چې دی لومړی کس و، چې دغه حکومت ته يې مشروعيت ور وباښه او هوکړه ليک يې لاسليک کړ چې محمد اشرف غني د افغانستان ولسمشر دی او اشرف غني وخت نه لري چې د ده سره ملاقات وکړي.
بايد وويل شي، چې د اجرائيه رياست پوسټ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر «جان کیري» په منځګړیتوب د امریکا په سفارت کې جوړ او مينځ ته راغی.



