بلوچستان ګوادر کې ۶ پاکستاني پوليس وژل شوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵وږی ۵) الماس خدرخېل
د پاکستان په بلوچستان ايالت کې د پنج شنبې په شپه، په يو وسلوال بريد کې ۶ ځايي پوليس وژل شوي او څلور تنه نور ټپيان دي.
نښته له کويټې ښار ۷۰۰ کيلو متره لرې، د ګوادر سيمې په ۸۰ کيلو مترۍ کې رامنځته شوې.
د مکران ډوېژن کمشنر بشير بنګلزي رسنيوته وويل،چې د پنج شنبې په شپه ناڅرګندو وسلوالو د ګوادر د تحصيلدار نعيم ګچکي پر موټر هغه وخت ډزې وکړې، کله چې هغه له خپلو ساتونکو سره د ايران سمندر ته ورڅېرمه له جيوني سيمې نه بېرته د ګوادر په لور راروان و.
هغه وويل، چې په برید کې لږ تر لږه ۶ تنه پوليس ووژل شول او څلور کسان نور ټپيان شول.
د ګوادر کمشنر وايي، تر دې دمه د پېښې پړه کومې ډلې نه ده منلې او نه هم په دې تړاو څوک نيول شوي.
دا په داسې حال کې ده، چې د جمعې په ورځ په بلوجستان صوبه کې د بلوڅ مشر نواب اکبربګټي ۱۱ تلين لمانځل کېږي.
بلوڅ مشر اکبربګټي په کال ۲۰۰۶م کې په ډېره بګټي کې د پاکستاني پوځ په عملياتو کې ووژل شو، ويل کېږي چې د پخواني پوځي واکمن په خلاف د نواب بګټي د قتل مقدمه اوس هم د پاکستان په عدالت کې روانه ده.



