
ناټو ځواکونو وياند: د افغان ځواکونو تلفات د تېر کال په پرتله زيات شوي
(کابل ټکی کام ۱۳۹۵وږی ۵) الماس خدرخېل
د ناټو ځواکونو د څېړنو له مخې په افغانستان کې، وسلوالو طالبانو په روان کال کې افغان ځواکونو ته د تېر کال په پرتله زياته مرګ ژوبله وراړولې ده.
په کابل کې د ناټو ځواکونو وياند چارلس کليولند د واشنګټن رسنيو او خبريالانو ته د پنج شنبې په ورځ د افغان امنيتي ځواکونو د تلفاتو په اړه اندېښنه ښودلې.
هغه ويلي دي، چې په افغانستان کې د ناټو ماموريت له افغان ځواکونو سره په دې هڅه کې دي، چې څرنګه کولای شي د افغان ځواکونو تلفات کم کړي.
نوموړي جنرال د افغان ځواکونو د تلفاتو شمېر ياد نه کړ، خو ويې ويل چې د افغان ځواکونو د تلفاتو په شمېر کې د تېر کال په پرتله ۲۰ فيصده زياتوالی راغلی دی.
ویل کېږي، چې په ۲۰۱۵م کال کې د افغان ځواکونو ۳۰۰۰ سرتيري وژل شوي او تر ۱۵۰۰۰ زره زيات يې ټپيان ښودل شوي.
د يادونې ده، چې طالبانو نن جمعه په يوه اعلاميه کې ادعاء کړې، چې دوی په تېره يوه مياشت کې يوازې په کندوز ولايت او ولسواليو کې د ۲۰ تنه قومندانانو په ګډون ۲۳۸ افغان عسکر وژلي او ۱۴۵ تنه نور يې ټپيان کړي دي.



