هلمند: د امنیه قومندانۍ د قطعې قومندان بسم الله نورزی ووژل شو

 (کابل ټکی کام ۱۳۹۵ وږی ۱۱) زرغون خوږیاڼی

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک ویلي، چې تیره ورځ مازدیګر مهال امنیتي ځواکونود هلمند ـ کندهار لویې لارې د خلاصون په موخه د نهرسراج د چارګل پمپ او د مکتب په سیمه کې عملیات پيل کړل، چې د طالبانو د بریدونو سره مخ شول.

عمر ځواک ویلي، چې په جګړه کې د پولیسو د قومندانۍ قرارګاه مشر بس الله نورزی ووژل او ۲ پولیس ټپیان شول.

د ځواک په وینا امنیه قومندان اقانور کینتوز په سیمه کې و؛ له بریده روغ وتلی.

د پولیسو یوې باوري سرچینې پژواک ته ویلي، چې طالبانو د اقانور کینتوز هاموي شوبله د چارګل پمپ په سیمه کې په هاوان ویشتلې ده.

طالبانو د یاد برید پخلی کړی، د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي ويلي، چې دچارگل د پمپ او د مکتب،د وزیرو د ماندہ پر سیمو پولیس او اردو چی پہ شوبلو او زغروال ٹانگونو کې د لویې لارې د خلاصون لپارہ د امریکایی اشغالگرو د ڈول ڈول الوتکو پہ ملتیا تعرضی بریدونہ پیل کڑل، چی دمجاھدینولخواپرې سخت بریدونہ وشول.

ویاند وايي، چې یو زغره وال هاموي ټانګ یې د چارګل پمپ په سیمه کې په هشتادودو وویشتلو او سوزول شو، دوی وايي چې یو بل زغره وال ټانګ یې د ماین په توسط انفجار کړ.

طالب ویاندوايي، چې په دې جګړه کې یې دلشکرگاہ د امنیہ قومندانۍ د قطعې د مشر قومندان بسم اللہ نورزي پہ شمول۷ تنہ پولیس اوعسکر ووژل شول.

دوی په یاده جګړه کې د خپلو ملګرو د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ويلي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button