دویم تعقیب: طالبان وايي د څرخ ولسوال او امنیه قومندان په ګډون ۴۱ پولیس وژل شوي

 (کابل ټکی کام ۱۳۹۵ وږی ۱۱) زرغون خوږیاڼی

طالبانو نن سهار وختي د لوګر ولایت د څرخ ولسوالۍ په مرکز د موټر بم برید کړی، وروسته ددوی ځواکونو د ولسوالۍ پر ودانۍ ډله اییز برید پیل کړ، چې تر اوسه جګړه دوام لري.

د طالبانو ویاند ویلي، چې په یادو بریدونو کې یې د څرخ ولسوالۍ  ولسوال او ددې ولسوالۍ امنیه قومندان وژلي دي، ویاند وايي، چې دولسوالۍ ۴۱ ساتونکي عسکر او پولیس هم وژل شوي دي.

د لوګر د والي ویاند سلیم صالح د پژواک خبري اژانس ته وویل، چې دا برید نن سهار په شاوخوا ۵  بجو پیل شوی دی.

هغه زیاته کړه، چې یوه سرتیري بریدګر له چاودیدونکو توکو ډک موټر د ولسوالۍ له ودانۍ سره جنګولی او چاودنه یې کړې ده.

د صالح په وینا، تر چاودنې وروسته نورو بریدګرو پر ولسوالۍ بریدونه پیل کړي او جګړه روانه ده.

د والي ویاند وویل ، چې پولیس په جګړه  بوخت دي او تر اوسه د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نشته.

نور جزئيات وروسته…

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button