کابل ټکی کام راپور فریداحمد
ع. عبدالله: د کندز اکثره برخې لا تراوسه د مخالفینو په لاس کې دی
د دوه سري حکومت دویم مشر عبدالله عبدالله وایي چې په کندز کې مو لا تصفیوي عملیات ندي درولي او سیمې لا د طالبانو تر واک لاندي دي.
د حکومت اجرائیه رئيس وایي چې په کندز کې یې کوښښ شروع کړی دی ترڅو حالات تر کنترول لاندې راولي.
اجراییه ريیس دا خبرې د جمعې په ورځ د اضطرا اود طبیعي پیښو پر وړاندې د اماده ګۍ د عالي کمیټي له مسوولینو سره په یوې ناسته کې کړي دي:
((غواړم هېوادوالو ته ډاډ ورکړم چې د کندز امنیت او د بیځایه شویو بېرته ځای پرځای کېدل په لومړیتوبونو کې دي او عملیات هم روان دي؛ ځکه چې سیمه په بشپړه توګه په امن کې نه ده.))
کندز ښار د دوو انیو راپديخوا د طالبانو تر کنترول لاندي دي او دولتي ځواکونو ته هره ګړۍ مالي او ځاني تلفات اړوي.
زمونږ همکار نن ورځ د کندز له ښار څخه مونږ ته وویل چې په کندز کې حالات د طالبانو په ګټه روان دي او تقریباً ۷۰ فیصده ښار د طالبانو تر کنترول لاندي دی.
د کندز په ښار او شاوخوا سیمو باندې د امریکایانو بمباري او په ښار د امنیتي ځواکونو ړانده توغنديو، ښاریان دې ته مجبور کړل چې د سیمې پریښودلو ته اړ او د تخار، بغلان، بدخشان، بلخ او کابل لویو ښارونو ته مخه کړي.
د کندز په ۳۰ فیصده ځمکه چې دولت حاکم دی، خلک له کورونو نشي راوتلای او اکثر خلک د خوراک او څښاک د نشتوالي سره مخ دي.
عبدالله وايي باید د کندز د بې ځایه شویو سره مرسته وشي، او اوضاع یې باید برسي شي.
((تراوسه یو لړاقدامات شوي دي، هغه سیمو ته چې په لارو کې یې ستونزې وې د هوا له لاري مرستې وررسیدلي؛ خو ایجابوي چې یوه کره بررسي وشي او ټول امکانات چې د دولت او مرستندویو له خوا برابریږي؛ په دې اړه عمل وکړو.))
خو د عبدالله دا څرګندونې د کندز میشت خلک او چارواکی ردوي او وایي چې هلته هېڅ قسمه مرسته نده رسیدلې، یوازې دولتي هاوانونه او د امریکا بمونه راځي او دوی وژني.
په ولسي جرګې کې د کندز استازي هم تاکید کوي چې د کندز له زیانمنو شویو سره لازمې مرستې وشي، او دولت باید د عامو خلکو کورونه او روغتونونه په نښه نکړي.
















