(کابل ټکی کام ۰۷میزان/۱۳۹۴
قدرت الله حسین)
د کاپيسا چارواکي وايي، چې وسله والو د دې ولايت په اله سای ولسوالۍ کې د اردو پر پوستو بريدونه کړي دي.
چارواکي وايي، چې د طالبانو دغه بريدونه نن سهار پيل شوي دی او لا هم روان دي.
د اله سای يوې امنيتي سر چينې د نوم نه ښودو په شرط رسنيو ته ويلي دي، چې جګړه ښه په زور کې روانه ده، طالبان هڅه کوي، د اردو پوستې ونيسي، خو د اردو له لوري لا هم ورسره مقاومت کېږي.
سرچينې ويلي دي، چې په جګړه کې دواړو لوريو ته ځاني تلفات اوښتي دي، خو د جګړې له امله یې کره شمېره نه مالومېږي.
ياده دې وي، چې طالبانو تېره ورځ هم په همدې ولسوالۍ کې له امنيتي ځواکونو سره نښتې کړې وې، چې په ترڅ کې يې دواړو لوريو ته زيان اوښتی و.
















