ترکیې  د لوی اختر د رارسیدو په مناسبت د غزې خلکو ته مرستې ولیږلې

 (کابل کام ۱۳۹۵ وږی ۱۵) زرغون خوږیاڼی

دترکیې د رسنیو په حواله، د فلسطین د غزې ښار ته په مرستو بار د ترکیې دویمه  کښتۍ  ورسیده.

ترکي رسنیو ویلي، چې په مرستو بار کښتۍ  پرون د شپې په نهو بجو  د اسراییلو اشدود  بندر ته ورسیده.

دوی وايي، چې دا مرستې به  د لاریو په واسطه  د ترکیې د سرې میاشتې  او بیړنیو مرستو او ناورین د ادارې تر څار لاندې  غزې ته انتقال او په اړینو خلکو به وویشل شي.

د ترکیې لخوا په یادو مرستو کې غزې خلکو ته وړه، غوړي، وریجي، بوره، حبوبات  او د ژوند لومړني  ضروریات شامل دي.

پر دې سربیره د غزې ماشومانو ته بایسکلونه، قرطاسیې(کتابچې او قلمونه)، جامې او د لوبو سامانو نه هم استول شوي دي.

د ترکیې د بیړنیو مرستو او ناورین ادارې د ښې ګڼو د څانګې ریس جنګیز اکن  دلته خبریالانو ته وویل چې  « په غزه کې  ددې بشري مرستو د ویشلو سره د ترکیې بشري او وجداني مسولیت پایته نه رسیږي. د ولسمشر اردوغان د هدایت په مطابق به د غزې د خلکو سره مرستو ته دوام ورکړو. د ترکیې د بیړنیو مرستو او ناورین اداره به پدې اړه خپل مسولیتونه  په ډیره ښه توګه پر ځای کړي . »

ترکیي چارواکي وايي، چې دوی غزه نه هیروي، له کوچني اختر مخکې هم ترکیې د غزې له خلکو سره مرستې کړې وې.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button