شمالي کوریا نور بالستیک توغندي وازمایل

 (کابل ټکی کام ۱۳۹۵ وږی ۱۵) زرغون خوږياڼی

شمالي کوریا د جاپان د سمندر په لور نور بالستیک توغندي توغولي دي. دغه هیواد په داسې حال کې خپل ځواک ښيي چې د نړۍ مشران په چین کې د G20 غونډې له پاره سره راټول شوي دي.

په خبر کې ویل شوي، چې د شمالي کوریا له هوانګژو ښار نه د هیواد ختیځ سمندر پر لورې درې بالیستیک توغندي  توغولي دي، د سویلي کوریا پوځ ویلي دي چې دغه د منځني واټن ویشتونکي توغندي تر ۱۰۰۰ کیلو متره واټن وهلو وروسته، د جاپان په سمندر کې لویدلي دي.

دوه اوونۍ مخکې هم شمالي کوریا له یوې اوبتلې څخه د بالستیک توغندیو آزموینه کړې وه. دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د شمالي کوریا له خوا د بالستیک توغندیو هر ډول آزموینې منعه کړي دي.

امریکا متحده ایالاتو د شمالي کوریا وروستۍ آزموینه غندلې ده او هغه یې داسې یو «بې احتیاطه» عمل ګڼلی دی.

د شمالي کوریا لخوا توغول شوي توغندي  د جاپان په منحصر سیمه کې  غورځیدلي دي، چې د توغندیو ازمایښت د جاپان سخت غبرګون را پارولی دی.

د جاپان  د دفاع وزارت لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې  ویل شوي دي، چې دې مسئلې دوی ډیر اندیښمن کړي دي او په اړه یې څیړنې کوي. د جاپان دفاع وزارت ویلي دي چې د شمالي کوریا دا ډول اقداماتو  د جاپان ملي امنیت لپاره جدي ګواښونه مخامخ کړي دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button