اپل کمپنۍ نن خپل نوی ماډل ټلیفون (iphone7) بازار ته وړاندې کوي

کابل ټکی کام ۱۷وږي/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر

اپل کمپنۍ نن د خپلو ځیرکو ټلیفونونو له جملې څخه نوی ماډل (iphone7) بازار ته وړاندې کوي، چې د خپل پخواني ماډل (iphone6) نه ډېرې او د پام وړ ځانګړتیاوې لري.

دغه نوی ماډل ټلیفون د خپل پخواني ماډل (iphone6) په پرتله لاندیني توپیرونه او ځانګړتیاوې لري:

دا ماډل په دوو رنګونو کې بازار ته وړاندي کیږي، چې یو یې ځلېدلی تور او بل یې شین رنګ لري.

57d01d7417f48

د یو متر اوبو لاندې د دوو ساعتونو لپاره مقاومت کولی شي.

همدا راز د دغه ټلیفون کمره هم د پام وړ ځانګړتیاوې لري، چې د 4k د ټېکنالوژي سره سم فلم ثبتوي او همدا راز په ثانیه کې د ۶۰ تصویرونو د لوړ کیفیت لرونکې ویډيوګانې ثبتوي.

د دغه نوي ماډل آیفون په پېژندپاڼه کې راغلي دي، چې دغه ایفون د نورو ځانګړتیاوو سربېره، د زیاتو موادو د زېرمه کولو توان لري، چې تر ټولو لږه حافظه یې ۳۲ جي بي او تر ټولو زیاته حافظه یې ۲۵۶ جي بي ده.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button