د چین لومړنی تجارتي ریل ګاډی افغانستان ته راورسید

 (کابل ټکی کام ۱۳۹۵ وږی ۱۷) زرغون خوږیاڼی

افغانستان ته د لومړی ځل لپاره د چین ریل ګاډی د افغان تاجرانو په مالونو بار د حیرتان بندر ته راورسید.

د بلخ د والي ویاند منیر فرهاد وویل، چې دغه ریل ګاډی د سنبلې په ۴ د چین له هایمن ښار څخه د افغانستان په لور حرکت کړی و، چې بیګا شپه د افغانستان د حیرتان بندر ته راورسید.

منیر وايي، چې په یاد ریل ګاډي کې د افغان تاجرانو ۸۴ کانتیره سوداګریز مال موجود دی، چې نن سهار يې د مالونو د تسلیمولو چارې په یو لړ مراسمو سره پيل شوې، چې په کې د بلخ ولایت استازو، د افغانستان د تجارت خونې استازي، وزارت فوایدعامه استازي او د چین سفیر شامل و.

دا په لومړي ځل افغانستان ته چينايي توکي په مستقيمه توګه راوړل کېږي، چې دا د افغانستان لپاره ستره لاسته راوړنه ده. تر دې مخکې چینايي توکي افغانستان ته د کراچۍ بندر او ایران له لارې راوړل کېدل، چې ډېر لګښت به پرې راتلو.

همدارنګه په دې ریل ګاډي کې به بیرته د افغانستان مالونه او سوداګریز توکي چین ته ویوړل شي، چې په دې سره به د افغانستان ـ چين تر منځ سوداګري پراخه شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button