د سوریې رژیم د حلب جنوب ته پرمختګ کوي او مخالفین د کلک مقاومت هڅه کوي

د سوريې رژیم ځواکونه د روسیې د هوایی ځواکونو په بدرګه د حلب ښار جنوب ته د الراموسه په سیمه کې خپل پرمختګ ته دوام ورکوي، د روسي د هوایی بمبارد په نتیجه کې په حلب، ادلب، ریف، دمشق او داسې نورو ښارونو کې یو زیات شمیر ولسي خلکو خپل ځانونه له لاسه ورکړي دي، بلخوا د مخالف مقاومت سرچینو ټینګار کړی دی چی د رژیم د نظام د ملیشو یو زیات شمیر سرتیری یی په مختلفو نښتو کې وژلي دی.

د سوریې رژیم اړوند خبري آژانس (وکالة سانا) ویلي دي چې د دوی ځواکونو د روسیې جنګې الوتکو او د رژیم مربوط ځمکني ملیشو په ملاتړ د حلب جنوبي برخه (الراموسة) په مکمل ډول تر خپل کنترول لاندې راوستې ده.

اعلامیه وایی چی په دې سره د رژیم ځواکونو الأحیاء الشرقیة چې په مکمل ډول د مخالفینو په لاس کې ده کلابنده کړې ده اوس د دې ښار وضعیت بیرته همغه وضعیت ته ورګرځیدلی دی چې کله د رژیم په لاس کې وه او د مخالفینو تر تهدید لاندې د محاصرې په حال کې وه.

له بل پلو نه د جبهة فتح الشام ډلې ویلي دي چی د سوریې رژیم د ځواکونو او ملیشو د هغو هڅو مخه یې نیولې ده چې هڅه یې کوله په الراموسة سیمه کې د توغندیو لواء تر خپل کنټرول لاندې راولي.

د الجزیرة خبریال عمرو حلبي چې همدا اوس په حلب ښار کې دی وایی چې رژیم تر اوسه یواځې د الراموسة سیمې نیمه برخه بیرته نیولې ده، او زیاتوي چې جګړه اوس هم روانه ده او مخالف مقاومت د رژیم د یرغل په مقابل کې سخت مقاومت کوي.

د مخالف غورځنګ یوې بلې ډلې (حرکة نور الدین زنکی) ویلي دی چی د حلب په جنوب کې یې د یو لړ نښنو په ترڅ کې د حزب الله اللبنانی اړوند یو شمیر سرتیري وژلي دي او یوه داسې ویډیو یی خپره کړې ده چې د دوی ادعا ثابتوي، او هغه دا چې د یوه توغندې په واسطه د حزب الله د ډلې راغونډ شوي سرتیري خپل هدف ګرځوي او سربیره پر دې نظامي آلات یې هم له مینځه وړي دي.

د حلب په کلیو باندې د رژیم لخوا هوایی بریدونه هم ترسره شوي دی همدا راز یې د ګاونډي ښارر ادلب مختلفې سیمی هم بمبارد کړي دی چې د ۳ ماشومانو د شهادت او ۲۰ نورو د ټپی کیدو سبب شوي دي.

همدا راز د الدیرخبیة، مخیم خان الشیخ او الزبداني سیمې چې د دمشق په پوله کې موقعیت لري د یو لړ هوایی بریدونو شاهدې وې، په تل الصوان او محمدیة دوه جبهو کې د رژیم د ځواکونو او مخالفینو تر منځ هم نښتې شوې دي چې د شام د شبکه آژانس په حواله د رژیم یو زیات شمیر کسان پکی وژل شوي دي.

شبکه زیاتوي چې د حمص د ښار د دیرفول، الرعفرانة، السعن الأسود په ښارګوټو کې او د درعا ښار په داعل، الأشعری، ابطع ښارګوټو کې یو شمیر زیات کسان هغه مهال مړه او ټپیان شول چې د رژیم تر هوایی بمبارد لاندې راغلل.

د حماة ښار د بلدة کوکب د کفراع په کلي کې مخالفینو د رژیم یو ټانک الوزولی او ویجاړ کړی دی چی له امله یی د رژیم یو شمیر عناصر پکې وژل شوي دی، دا په داسې په حال کې ده چې د رژیم جنګي الوتکو د طیبةالامام، اللطامنة، کفرزیتا، معردس، السعرة او الحویجة ښارونه تر خپل کلک بمبارد لاندې راوستي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button