د اسرائيل اوفلسطین مشران په مسکو کې د سولې خبرې پیلوي

 (کابل ټکی کام ۱۳۹۵ وږی ۱۹) زرغون خوږیاڼی

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت وايی، چې ددوی په بلنه د فلسطین او اسرائيلو مشران به په مسکو کې سره وګوري او د رامنځته شوې شخړې په اړه به د روسیې په منځګړيتوب د حل لاره ولټوي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د اسرائیل د صدراعظم بنجامین نیتن یاهو او د فلسطین جمهور رئیس محمود عباس موافقه کړې چې په مسکو کې به سره ګوري، په لیدنه کې د دواړو مشرانو لخوا د سولې خبرې پیل شي.

د امریکا په منځګړيتوب د فلسطین او اسرائيلو مشرانو د سولې هڅې ناکامې او نږدې دوه کاله په ټپه ولاړې وې، چې د سولې دې پروسې ته مسکو ټټر وواهه.

  د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ماریا زخاروف ویلي دي، چې ښاغلي محمود عباس او نیتن یاهو په مسکو کې د ملاقات بلنه منلې؛ خو د ملاقات معلومه نیټه تر اوسه نده مشخصه شوې.

د فلسطین مشرانو غوښتي دي، چې د خبرو د پیل کیدو نه مخکې دې د فلسطین په لویدیځه غاړه کې د اسرائيلو لپاره د کورونو جوړول بند شي او فلسطیني هغه بندیان دې خوشې شي، چې په تیرو ملاقاتونو کې یې ژمنه شوې وه.

بلخوا د اسرائيلو مشر نیتن یاهو ویلي دي، چې خبرې به د کوم قید اوشرط نه بغیر پیل شي، د نیتن یاهو ویاند ډیوډ کیز وايي، چې نیتن یاهو په هغه صورت کې ملاقات ته چمتو دی چې د فلسطین مشران د ملاقات لپاره کوم شرط وړاندې نه کړي.

 د اسرائیلو صدراعظم بنجامین نیتن یاهو ویلي، چې د فلسطینیانو سره به په هغو سرحدونو خبرې وکړي چې د جګړې نه مخکې د دواړو هیوادونو تر منځ سرحد و.

د سیاسي شنونکي بیا وايي، چې د اسرائيلو او فلسطین تر منځ ژور اختلافات موجود دي، چې امکانه نه لري د سولې خبرې کومه تنیجه ورکړي.

د یادونې وړ ده چې څو ورځې وړاندې هم د فلسطین په غزې تړانګه اسرائيلي عسکرو بمباري کړې وه، ددوی په وینا دا بمباري يې د حماس د توغندیو ځوابي برید و، همدارنګه اسرائيلي پوځ د سرحد سره نږدې د فلسطین له لسګونو کليو څخه سیمټي دیوالونه او د خاورو لوړ ډيري تاو کړل او په سرحدي کلیو یې د هر ډول خوراکي توکو لاره وتړله، چې د غربو متحده امارتو له سخت غبرګون سره مخ شول.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button