دفاع وزارت: ۱۳ تنه د ملي اردو عسکر وژل شوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵وږی ۲۰) الماس خدرخېل

د دفاع وزارت پر ویب پاڼه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په تېرو څلور ویشتو ساعتونو کې د هیواد په بېلا بېلو برخو کې د عملیاتو پر مهال د ملي اردو ۱۳  تنه منسوبینو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی او د مقابل لوري هم ۹۴ تنه وژل شوي دي.

دفاع وزارت د ملي اردو عسکرو د ټپي کېدو په اړه معلومات نه خپروي.

په خبرپاڼه کې ويل شوي چې د ملي اردو سرتيري د مخالفينو سره په وسلوالو نښتو او ماين چاودنو کې وژل شوي دي.

په خبرپاڼه کې ويل شوي دي، چې ياد عمليات يې د هېواد په ۱۵ ولايتونو کې ترسره کړي دي، چې پکې يې د دولت ۴۹ تنه مخالفين ټپيان کړي هم دي.

طالبانو تر دې دمه د خپلو ملګرو د وژل کېدو او ټپي کېدو په اړه څه نه دي ويلي، خو تر دې وړاندې يې ورته ادعاوې ردې کړي دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button