ننګرهار: په جلا جلا چاودنو کې ۱۱ تنه مړه او ټپيان شوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵وږی ۲۰) الماس خدرخېل
د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار کې د مخابراتو څلور لارې ته نږدې د يو دکان مخې ته د ځای پر ځای شوي ماين چاودنې له امله دوه تنو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د ننګرهار د والي وياند ويلي چې چاودنه نن سهار وختي د جلال اباد ښار اړوند د بزازۍ جومات ته څېرمه د يو دکان مخې ته شوې.
د جلال اباد د حوزوي روغتون مشر ډاکټراحسان الله ويلي، چې د پېښې له ځایه ورته دوه تنه ټپيان راوړل شوي و، چې پلار او ځوی و، د هغه په وينا چې پلار يې د سختو ټپونو له امله ساه ورکړې ده.
بل پلو په يوه جلا پېښه کې تېره ورځ ناوخته د ننګرهار روداتو ولسوالۍ د حصارشاهي مرموط په يو بازارګي کې چاودنه شوې چې له امله يې د ۳ ماشومانو په ګډون نهه تنه ټپيان شوي دي.
تر دې دمه د دې دواړو چاودنو مسؤليت کومې ډلې نه دی منلی.



