ننګرهار: طالبانو په حصارک ولسوالۍ کې  لسګونه تنه عسکر وژلي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵وږی ۲۰) الماس خدرخېل

طالبان وايي، چې د ننګرهار ولايت په حصارک ولسوالۍ کې يې په بېلابېلو چاودنو کې د ملي اردو ۲۱ تنه عسکر وژلي او ۹ تنه نور يې ټپيان کړي هم دي.

طالبانو په خپله رسمي ويپاڼه کې ويلي دي، چې نن سهار مهال يې د يادې ولسوالۍ اړوند په چهلګزي سيمه کې د عسکرو په هغه قوه ماين چوولی، چې سيمې ته د عملياتو په موخه راغلي و، د دوی په وينا په چاودنه کې يې لږ تر لږه ۵ تنه وژلي او ۴ نور ټپيان کړي دي.

په خبر کې ويل شوي، چې د خنجر او بس سيمو کې هم د نوموړې قوې په پليو عسکرو يې د ماينونو ۵ چاودنې کړي، چې په پایله کې یې ۷ تنه عسکر وژلي او ۵ تنه نور يې ټپيان دي.

د يادونې وړ ده، چې طالبانو تېره ورځ هم رسنيو ته ويلي و، چې د حصارک ولسوالۍ اړوند شينکي سيمه کې يې په عسکرو ۳ چاودنې کړي او د ۳ ټانګونو د ويجاړېدو او ۸ تنه عسکرو د وژل کېدو ادعا يې کړې وه.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button