راتلونکو دوه اونيو پورې به د کجکي بند درېيم توربين هم فعال شي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵وږی ۲۰) الماس خدرخېل
د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت ويلي، چې تر راتلونکو دوه اونيو پورې به د کجکي بند درېيم توربين ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.
د نوموړي وزارت وياند عبدالصير وويل: چې د درېيم توربين له فعالېدو سره به اتلس نيم مېګا واټه برېښنا توليد شي.
هغه زياتوي، چې له دې برېښنا څخه به په کندهار او هلمند کې شل زره کورنيو ته برېښنا ورکړل شي.
ښاغلی عظيمي وايي، چې په کندهار کې به له دې برېښنا څخه يو شمېر صنعتي پارکونه هم تر يوې کچې برخمن شي.
د يادونې ده، چې اوسمهال د هلمند په کجکي بند کې دوه توربينونه نصب دي، چې د درېيم توربين په فعالېدو سره به نوموړی بند ۵۱ مېګا واټه برېښنا توليد کړي.



