د پاکستان پخوانی سفير:د سپټمبر ۱۱د امريکا لپاره پر افغانستان باندې د یرغل لپاره يوه پلمه وه

په افغانستان کې د پاکستان پخواني سفير ويلي، چې د سپټمبر ۱۱ مه پېښه، د امريکا لپاره پر افغانستان باندې د یرغل لپاره يوه پلمه وه، چې په جعلي هدف د ترهګرۍ سره مبارزه او اصلي هدف په سیمه کې پوځي حضور او پراختيا وه.
رستم شاه مهمند، چې د طالبانو د رژيم تر نسکوريدلو وروسته، په افغانستان کې د پاکستان سفير وټاکل شو، د ايرنا خبري رسنۍ سره په مرکه کې ويلي: امريکايانو پر افغانستان باندې د دې لپاره بريد ونکړ چې ترهګري او اسامه بن لادن له منځه یوسي، بلکې د دې لپاره چې په سيمه کې پوځي حضور ولري، ځکه افغانستان له څو مهمو هېوادو سره سرحدونه لري.
نوموړي په ټينګار سره ویلي، چې په افغانستان کې د امريکایانو ۱۵ کلن حضور او د ملياردونو ډالرو لګښت یوازې د دې لپاره و، چې په سيمه کې پوځي شتون ولري او د افغانستان د امنیت سره یې هيڅ ډول مرسته نده کړې. د ده په وينا: د امريکا اصلي هدف، له نږدې نه پر چين او د پاکستان پر اټومي فعاليتونو او يو شمېر نور د سيمې مهمو هېوادونو باندې څار دی.
مهمند دا هم ويلي، چې په افغانستان کې د امريکا شتون، نه يوازې د افغانستان امنیت لپاره هيڅ ډول مرسته نده کړې، بلکې د پاکستان لپاره یې هم ناوړه پايلې درلودلې، ځکه چې له افغانستان نه يو شمېر ډلې پاکستان ته راغلې او اوس د پاکستان لپاره په يوه لویه ستونزه اوښتي دي.
رستم شاه مهمند همداراز ويلي: اوس په افغانستان کې خلک په دې اند دي، چې تر څو بهرنيان په افغانستان کې وي سوله به ونشي او د دې هېواد راتلونکې به په دوی پورې تعلق ونلري؛ په هېواد کې بې وزلي او ترهګري زياته شوې د مخلتو ډلو تر منځ اختلافات زيات شوي او راتلونکې ورته روښانه نه ښکاري.
نوموړي د پاکستان پر پخوانيو چاروکو هم نيوکې وکړې او زياته کړې، چې پر افغانستان باندې د امريکا په بريد کې دوی د امريکا ملاتړ وکړ، چې دغه ملاتړ د پاکستان لپاره هم ناوړه پايلې درلودې او اوس په پاکستان کې ناامني او بې ثباتي زياته شوې، په ځانګړې توګه په قبايلي سیمو کې، چې دا هغه څه دي چې د امريکا لخوا راوړل شوي دي.
رستم شاه مهمند د افغان دولت او طالبانو د سولې د خبرو په هکله هم خپل نظر څرګند کړ او ويلي: تر څو چې په افغانستان کې بهرنيان وي، سوله به افغانستان ته رانشي، د سولې خبرو اترو لپاره د طالبانو د چمتووالي شرط هم د بهرنيو ځواکونو وتل دي.



