پلاره ! زما کالي محمد ته ورکړه. (لنډه کیسه)

جواد څارګر

اختر ته شل ـ دوه ویشت ورځې پاته وې؛ ګلاجان ددرېشۍ په لستوڼې پوزه پاکه کړه، له سیګریټ یې اوږد دود کش کړ  او قومندان ته یې وویل

کومندان صیب اختر ته کالي نلرم، بوټان مې لکه پخوانۍ والګا، لس ـ اته قسم یې رنګ اوښتی. مال که غم مې وخورې؟

قومندان په بریتو ګوتې ووهلې؛ یاره ګلاجانه له تا تر سپږمو تنګ راغلی یم، که دې پر وس نه وي پوره سر له سبا دنده پرېږده او ځغَله

ګلاجان خوله جینګه کړه؛ ولا کومندان صیب

ماشونه نشته دی نو څنګه وکړو؟ تېره ورځ مو یوه چکه ووهله، پر هغې مې ماشومانو او دوړو مور ته شۍ مۍ راونیو، اختر راروان دی نو.

کومندان سترګې ورته برګې کړې؛ پوسته کې ته راسره پروت یې او زما دپوستې دغنیمت پر مال، دوړو مور ته شیان میان رانیسي؟ وام سر له سبا په چیک پین (چیک پواینټ) ودره، که پلار مې هم راته، په آنو ـ بانو یې رانیسه او دکالیو غم دې وخوره. چې بیا پر ما غږ ونکړې لَوده.

په تکه تورو سترګو، کوربان دې سم کومندان صیب.

دلمر وړانګو دګلاجان وجود ګرم کړ، لوټ یې وخوړ، له ځانه سره وګوڼېده؛ لکه چې سهار شوی دی، ولاړ به شم چې دکومندان صیب امر پرځای کړم

سترګې یې وموښلې، دکټ له سره یې ماشینداره را پورته کړه او سرک ته ووت.

سهار لمانځه مهال دمطیع الله موبایل وکړنګېده، په بیړه یې لاس ورتېر کړ، او د Ok توکمه یې کېکاږله

له هغې خوا ورته دلبر په یوه ساه لګیا شو؛ لالا د ابراهیم معاینات رارسېدلي، بېګاه دې موبایل بند و، ډېر کوښښ مې وکړ، زنګ نه درته، مال چې اوس دستي راروان شې، پیسې له ځانه سره راواخله، ډاکټرانو په انګلیسۍ کوم نوم ورته واخیست، ویل یې چې ۲۴ ساعته وخت لري او پس له ۲۴ ساعتونو بیا انفجار کوي که څه بلا یې وویل

بیا مې له یوه بل ډاکټره وپوښتل، هغه ویل چې کولمه یې غوټه شوې، که یې زر تر زره آپریشن ونشي کولمه یې چوي او ټول بدن ته جراثیم لېږدوي، چې بیا دمریض ژوندي پاته کېدل ممکن ندي

مال چې ته پیسې راواخلې او دستي راروان شې لخیره.

مطیع الله تیلفون له غوږه لېرې کړ؛ په بیړه راپورته شو، له صندوقه یې پیسې راواخیستې، په ښځه یې غږ وکړ؛

د ابراهیم مورې! په بیړه زما کالي راواخله، ښار ته زم چې د ابراهیم عملیات وکړو، که خدای کول ځوی به دې رک ـ روغ شي.

د ابراهیم مور اسمان ته وکتل؛ له سترګو یې دوه غټې اوښکې وڅڅېدې، لاس یې پورته کړ

اې دکایناتو خالقه! که دې ابراهیم راته روغ کړ، دپشکال دمیاشتې شل روژې، او شل ورځې هر ماښام یوه ټېکله نذرانه منم

مطیع الله ورغږ کړ؛ وه ښځې! ته دغلته ودرېدې؟ ژر ولاړه شه او کالي راواخله چې ناوخته دی

په بیړه کوټې ته ننوته، دمېړه کالي یې راواخیستل، او بیا یې د ابراهیم کالي په یوه واړه پلاستیک کې واچوَل.

مطیع الله چې له کوره ووت؛ د ابراهیم مور لاس ور اوږد کړ:

په دې پلاستیک کې د ابراهیم کالي دي، هغه تا چې د اختر لپاره ورته کړي ول، که تر اختره روغ نشو، په روغتون کې د اختر کالي ورواغونده، ګوندې زړه یې یو څه خوشال شي، ژر یې مخ واړاوه، او په سلګیو شوه.

مطیع الله چوپ چاپ پر اوږدو او ګړندیو ګامونو له کوره ووت، دموټرو تر تمځای ۴۰ دقیقي لاره یې په شل دقیقو کې لنډه کړه

ښاري موټر ته په بیړه وخوت، ددوو نفرو کرایه یې ومنله او موټر حرکت وکړ.

استاذه له کومه ځایه راغلئ؟

د ولسوالۍ له بازاره

چیش مو بار کړي؟

انسانان

تسکېرې(تذکېرې)لرئ؟

خود

نو را یې کړئ، چیش ته راته غټ ـ غټ ګورئ؟

هر یوه پر جوب لاسونه ومنډل؛ مطیع الله خپل جوب څو واره وکوت مګر تذکېره یې ونه موندله.

عسکر ته یې ورغږ کړ؛ عسکرجانه په روغتون کې مریض لرم، سهار اذانو وخت زنګ راغی، په بېړه را رهي شوم، تذکېره مې کور پاته ده.

ښا؟ نو ته رښتیا وایې؟

بلې صیب! که باور مو نه راځي له موټروانه یې وپوښتئ، ددوو نفرو کرایه مې هم ومنله، ترڅو په بیړه ورسېږم.

ښا؟ لږ زما څنګ ته راشه کوربان

په سترګو صیب.

ګلاجان دمطیع الله په جوبونو داسې ورپرېوت لکه ټپوس چې په پړپوس غوټه ووهي

باوووو پیسه دار یې هن؟

نه صیب! همدغه یو څو زرګونان مو دغم ـ ښادۍ لپاره درلودل، چې نن به یې دډاکټرانو جوبونو ته وغورځوم.

ګلاجان پیکه خندا وکړه، په وچو او تورو پېړو شونډو یې ژبه تېره کړه؛ نو ډانګټران په روپیو چیش کوي؟

ولاصیب څه ووایم، ماشوم مې مریض دی، دخدای قضا ده چې زما روپۍ ډاکټرانو ته انتقالَوي، او زما پرې رضا ده.

ښا! یعنې په رضا یې ورکوې؟

نه صیب! هسې ماویل چې ……

دګلاجان دماشیندارې دکُنداغ وار دمطیع الله خبره نېمګړې کړه. چوپ چې زیاته چالاکي ونکړې، زه پوهېږم چې دا پیسې دې له کومه کړي

صیب زه قسم درته خورم چې دا پیسې…….

دکنداغ بل وار دمطیع الله پر سر وینې را وبهولې. مطیع الله چوپ شو، جوب ته یې لاس کړ او ټولې پیسې یې ګلاجان ته ورکړې.

ګلاجان په کټ ـ کټ وخندل؛ له هوښیار سړي مې ځار کړې، که دې پیسې نه وای راکړې دپرون شپې جګړه، ستا په کاته کې جمعه وه، بیا نو خدایکه په لس لاکه روپیو هم خلاص شوی وای

درزه ـ درزه؛ ماشوم ته دې ځان ورسوه

هلته چې ګلاجان دقومندان مخ ته دخپلې بهادرۍ! کیسه بیانوَله، چې پر کوم چل ـ هنر یې له یوه بېوسه او مجبور انسان څخه دخپلو اختریزو خوشالیانو لپاره پیسې واخیستي؛ هلته په روغتون کې د ابراهیم کولمه چاودېدله وه، او دلنډ ـ تنګ ژوند وروستۍ سلګۍ یې وهلې.

مطیع الله دپلاستیک وړه ګنډه په لاس کې نېولې دروغتون له کړکۍ سره ولاړ و

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button