د ننګرهار ولایت امنیه قوماندان مل پاسوال زړور زاهد د ماین په یوه چاودنه کې وژل شوی دی

(کابل ټکی کام ۲۱ وږی ۱۳۹۵ عبدالهادي همت

د ننګرهار ولایت امنیه قوماندان مل پاسوال زړور زاهد د ماین په یوه چاودنه کې وژل شوی دی.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي د وږي په ۲۱مه، رسنیوته ویلي چې چاودنه نن مازیګر په حصارک کې شوې ده.

هغه زیاته کړه، چې په دې چاودنه کې د ننګرهار امنیه قوماندان زړور زاهد او یو ساتونکی یې ټپي شوی دی.

د حصارک ولسوال حاجی ملکو خان د پيښې د تایید ترڅنګ ویلي چې امنیه قوماندان زړور زاهد پوستې ته روان و، چې  په لاره کې پرې چاودنه وشوه.

دی وایي، چې امنیه قوماندان په حصارک کې د وسله والو مخالفینو پر ضد پیل شویو عملیاتو کې د برخې اخیستلو په موخه درې ورځې مخکې حصارک ته ورغلی و.

زړه ور زاهد تر دې مخکې په غزني ولایت کې د امنیه قوماندان په توګه دنده ترسره کړې و

طالبانو د یادبرید مسؤلیت منلی دی او ویلي چې زړورزاهد نن مازیګرناوخته دننګرهارولایت په حصارک ولسوالۍ کې دمین په چاودنه کې وژل شوی دی

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button