زمونږ به څه اختر وي!

کابل ټکی کام ۲۱وږي/۱۳۹۵، لیکنه: سوړ اسوېلی
تېره ورځ مې پر لاره کې یو ماشوم تر سترګو شو، عمر یې شاوخوا لس کاله وو؛ د کوڅې یوې څنډې ته ناست او د خلکو بوټان یی پاکول.
نږدې ورغلم او څنګ ته یې کېناستم، په خبرو خبرو کې مې تعلیم ته د شا کولو او دغه کار ته د مخه کولو علت ترې وپوښتو؟
ماشوم ډېر ساده او لنډ ځوابونه راکول، ته وا زه یې وخت ضایع کوم «نه وینې اختر را روان دی، خو وړوکې خور مې رانه جامې غواړي، زه خو یې مشر ورور یم.»
حیران شوم، ولې پلار دې نشته؟!
سترګې یې ډکې شوې؛ وېل هغه تېر کال شهید شو.
مال اختر دی مه ژاړه! خلک خنداګانې کوي او ته ژاړې!
سرې سترګې یې پورته کړې، وېل زمونږ به څه اختر وي، تېر اختر مو په کور کې څه نه وو، نو د خان کاکا پټي ته ورغلم او ورته ومې ویل، کور کې مو څه نشته، لږ څه خواړه راکړه، تندی یې را توند کړ، ځه! چې بیا رانشې او هغه اختر مو په نهره تېر کړ.
دغې کیسې یې غمجن کړم او ده ته د تسلا لپاره مې وویل، باید تېر هېر کړو، زمونږ د افغانانو له ژوند سره غمونه، دردونه، ستړیاوې، لوږې او تندې تړلي دي.
راته مسکی شو، وېل: هو والله؛ زمونږ په کلي کې هم هېڅ خوښي نشته، هره ورځ یو غم نه یو غم وي، کله د چا پر کور بم پرېوتی وي، کله کوم ماشوم په بم ختلی، کله کوم ځوان د جګړو قرباني شوی وي، کله اربکیان راشي، مالونه او د روزمره ژوند ضروریات را څخه لوټ کړي، کله څه او کله څه وي.
پیسې یی وشمېرلې او په سوچونو کې غرق شو.
ما وېل څه خبره ده، خیر خو دی؟
وېل نه، هېڅ هم نشته، خور مې جامې رانه غوښتې وې، د هغې قېمت لوړ دی او ما تراوسه پورې ډېرې کمې پیسې ګټلي، تر هغو چې زه هغومره پیسې ګټم، نو اختر به تېر وي.
نو زمونږ به څه اختر وي!



