افغانستان له هند سره درې تړونونه لاسليک کړل

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵وږی ۲۵) الماس خدرخېل

افغان ولسمشر اشرف غني د هند له حکومت سره درې تړونونه لاسليک کړل.

په هند کې د افغانستان سفير شيدا محمد ابدالي رسنيو ته ويلي دي، چې لومړی تفاهم ليک د بنديانو د تبادلو او دوهم يې په عدلي او قضايي او تجارتي برخه کې و او درېيم يې د هوايي ټکنالوژۍ په برخه کې له هند هېواد سره د ولسمشر اشرف غني له خوا لاسليک شول.

اشرف غني تېره ورځ د هندوستان په رسمي بلنه نوي ډيلي ته ولاړ او د هند صدراعظم نريندران مودي سره يې وليدل.

د دواړو هېوادونو مشرانو په ليدنه کې نريندران مودي له افغانستان سره د يو ميليار ډالرو مرستې اعلان هم وکړ.

د يادونې ده، چې هند په راروانو کلونو کې د افغانستان لپاره د ۱۰۰۰تحصيلي بورسونو ژمنه هم کړې ده.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button