ټیپو سلطان شهید (اتلسمه برخه)

د تیرپسې……….

حیدر علي د دې خبر  د ور رسیدو سره سم پخپله  د خپل  فوځ  سره یو ځای  د هغه مرستي ته ورغی، د ور رسیدو سره سم یې  شهزاده  ته په کلا د حملې کولو حکم وکړ. شهزاده  دومره   توپاني  حمله وکړه چې  انګریزانو د کلا سنګرونه پریښوول او خپلو کشتیو ته یې پناه  یوړه. خو شهزاده  دښمن  ته په ساحل کې هم د ارام کولو  فرصت ورنکړ  په دې اساس انګریزانو خپل  بحري  جهازونه واخیستل  او د هغه ځایه  په تیښته شول.

د انګریزانو سره په دې  جنګ کې مرهټیان او د دکن نظام  هم  ملګري وو. او دواړو  د میسور  په خلاف  په ځاې  ځای کې سنګرونه   نیولي وو. په همدې وخت کې حیدر علي شهزاده  ټيپو ته  یو ستر لښکر ور کړ او په مدراس یې ورته د حملې کولو حکم وکړ، شهزاده  په مدراس باندي داسې زبردسته  حمله وکړه  چې د هغه ځای د انګریزانو نه یې لاره ورکه کړه، هغوی یې دې ته مجبور کړل چې د حیدر علي خان په شرایطو د هغه  سره سوله وکړي.

په همدې کال ځوان شهزاده  د یوه سپه سالار په څیر  په «کړپه، کرنول، بلاري، اناګندي  او دهاړ» باندې لښکري  وروړی  او په دې ټولو  جنګونو کې  یی برې او لوړتیا  په برخه شوه .

د شهزاده  ټیپو په هرې حملي او هر یرغل کي  د حیرانتیا  یو اړخ  تر سترګو کیږي . ان تر دې چې  واده یی  هم پخپله  یوه حیرانونکي پیښه  ګڼل کیږي.

کله چې حیدر علي خان ته  د جنګونو څخه لږ څه  فرصت تر لاسه شو نو سمدلاسه   د شهزاده سلطان ټیپو او نورو شهزادګانو او شهزادګیو د ودونو په فکر کي شو. د نورو شهزادګانو او شهزادګیو معاملات  په ډیره ښه توګه تر سره  شول  خو د شهزاده ټیپو  په واده کي  یو ډیر ستر خنډ راپیدا شو.

په هغه ځاې کې چې حیدر علي خان  غوښتل  د شهزاده  لپاره واده وکړي، د هغه  ښځه فاطمه بیګم پرې راضي نه وه  ځکه چې  فاطمي بیګمي  او د کورنۍ نورو غړو  غوښتل  د شهزاده لپاره  د خپلې کورنۍ  یوه پیغله رقیه بانو چې د لاله میا  لور ا و د برهان الدین  خور وه ، واده کړي . په داسې حال کي چې  نواب بهادر  د خپل  زوی لپاره  د امام بخشي نائطه  لور منتخبه کړې وه. د همدې  واده په معاملې  باندې د ښځې او میړه  تر منځ  سخت کشمکش راپیدا شو.

بالاخره د دې  مسئلې حل  د حیدر علي خان مور  مجیده  بیګم  را وویست. هغې پریکړه وکړه  چې  شهزاده  دې د دواړو  هغو پیغلو سره واده وکړي چې پلاریی حیدرعلي خان او مور یی فاطمه بیګمې  په جلا جلا توګه   خوښې کړې وې.

په دې توګه په یوه شپه کې  شهزاده  دوه  ودوونه وکړل، یو ځلې یې  د واده  ورا د امام  صیب کور ته ورغله  او دویم ځلې  دغه   ورا  د لاله میا  جونګړې ته د هغه د لور د راوړو په خاطر ورغله.  شهزاده د دواړو پیغلو سره  په یوه وخت کې نکاح وکړه  او په دې توګه  دواړه  پیغلي  ناوې  او د واده  په سرو  ډولیو کې  شاهي  ماڼۍ ته را وستل شوې.

لا تر اوسه  نواب حیدرعلي خان د  دواړو  ودونو د خوشحالیو څخه نه وو فارغ  شوی  چې د انګریزانو، مرهټیانو او د دکن د نظام  د ځواکونو سره په څو  جنګونو کې  راونښت. خو په دې ټولو  جنګونو کې  ځوان شهزاده  ټيپو د خپل  پلار تر څنګ  ولاړ وو.

د میسور دویم جنګ هغه اخري  معرکه وه  چې  شهزاده پکې د خپل پلار تر څنګ د خپلې تورې وهلو فن او هنر را څرګند کړ. په دې جنګ  کې حیدر علي د انګریزانو د دوو  سترو  جنرالانو سره په  جنګ  کې  را ګیر وو.

د حیدر علي  لښکرو د کرنل بیلي ځواکونو ته ماتې ورکړې وه، چې په دې بریا کې شهزاده ډیره ونډه درلوده. د انګریزانو  بل  جنرال «سرائرکوټ» ډیر تجربه لرونکې  او ازمیښت شوې انسان وو، هغه یوځل حیدري  ځواکونو ته ماتې ورکړه خو هغه  وخت چې  په محمود بندر کې  جنګ ونښت  نو حیدر علي خان د خپلو ځواکونو قومنده  شهزاده  ټیپو ته  وسپارله. د دې نه ډاګیزیږي  چې  شهزاده  څومره تجربه لرونکی او ماهر جنګجو وو.

لا تراوسه د میسور دویمه  جګړه پای ته  نه وه رسیدلې  چې د شهزاده  ستر  او تجربه لرونکې پلار  د نړۍ څخه  سترګي پټي کړې.

حیدرعلي خان په ناڅاپي توګه  نه وو مړ شوی، ځکه  هغه د تیرو  شپږو اوو کالو راهیسې د سرطان «کینسر» په موذي  ناروغتیا ککړ وو، هر کال  به د هغه  په ګیډه د سرطان  زهري  دانه  را څرګندیده خو زهر به یې د نشتر وهلو په  واسطه   ویستل کیدل. او میړنې  نواب  به په کور کې د استراحت کولو په ځای بیرته د آس  په شا کیناسته… په دې توګه د هغه مرګ هغه ته  وخت  په وخت  را نژدې کیده، بلاخره د ۱۷۸۲ کال په اخري  ورځو کې  هغه ډیر زیات  کمزورې شو خو بیا یې هم د آرام کولو د نوم څخه  ویره وه . په همدې وخت کې د سلطنت  دوستانو او مخلصینو خولې ورته خلاصې شوې  او ورته یی په ډیر ادب سره وویل :« پادشاه!  زمونږ ځانونه دې  له تا ځار وي، که مناسبه یې ګڼۍ نو شهزاده  ټيپو را وبوله  او د سلطنت کړه وړه هماغه ته ور وسپاره ، تاسي د خپلې روغتیا  په خاطر مکمل آرام وکړئ ….».

نور بیا………….

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button