(کابل ټکی کام ۱۳۹۵وږی ۲۹) الماس خدرخيل
پاکستاني چارواکو ويلي، چې د دوی ۳ تنه پوځيان په يو وسلوال برید کې وژل شوي دي.
پېښه د يکشنبې په سهار د پېښور کليوالې سيمې خزانې په صحبت خان ګړۍ کې رامنځته شوې ده.
د پېښور پوليسو بي بي سي ته ويلي، چې ۳ تنه د پوځ عسکر په ساده کپرو کې په يو سپين رنګه سوزکۍ کې روان و، چې موټر سايل سورو پرې ډزې وکړې او دريواړو ځای پر ځای ساه ورکړه.
امنیتي چارواکي وایي، چې وسله وال له سیمې تښتېدلي او په اړه یې پلټنې روانې دي.















