نن د بنګله دیش او افغانستان تر منځ د کرکټ درېیمه لوبه ترسره کیږي

 (کابل ټکی کام ۱۳۹۵ تله ۱۰) زرغون خوږیاڼی

د بنګله دیش او افغانستا ترمنځ یو ورځینۍ پنځوس اوریزه دوه لوبې ترسره شوي چې دواړو لوبډلو یوه یوه لوبه ګټلې او نن به ددې سیریز وروستۍ لوبه ترسره شي.

ټاکل شوې ده، نن په بنګله دیش کې د افغانستان او بنګله دیش د کرکټ لوبډلو ترمنځ درېيمه او ددې سیریز وروستۍ لوبه ترسره شي، د ای سي سي شنونکو ویلي دي چې د بنګله دیش او افغانستان ترمنځ نننۍ لوبه د ډیر دقت او پاملرنې وړ ده، چې وروستۍ بریا د چا په برخه کیږي.

ویل کیږي چې افغان لوبډله کې به یو لړ بدلونونه هم راوستل شي د شهزاد محمدي، سمیع الله شینواری او افسر ځاځي د لوبولو چانس هم شته دی.

 افغانستان د دې نه وړاندې دوه ځلې د زمبابوې د لوبډلې نه د یو ورځنیو نړیوالو لوبو سیریز ګټلی . د کرکټ د نړیوالې شورا په تازه درجه بندۍ کې افغانستان لسم او بنګلدیش اوم مقام لري.

په کابل ټکی کام کې دا لوبه په ژوندۍ بڼه کتلی شۍ.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button