لوګر: په څرخ ولسوالۍ درنه جګړه روانه ده

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵تله ۱۰) الماس خدرخېل
د سيمې نه په ترلاسه شوي خبر کې ویل شوي، چې د لوګر ولايت په څرخ ولسوالۍ باندې وسلوالو سخته جګړه پيل کړې ده.
يوې امنيتي سرچينې کابل ټکی کام ته ويلي، چې جګړه سهار مهال پیل شوې او لا هم روانه ده.
له بلې خواطالبانو په يوه خبرپاڼه کې ويلي، چې د دوی پلويانو د څرخ ولسوالۍ په مرکزي ودانۍ او شاوخوا پوستو تعرضي بريدونه پیل کړي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې دولتي سرتيرو ته يې درنه مرګ ژوبله وراړولې ده او جګړه لا هم دوام لري.
د نورو جزياتو په اړه کابل ټکی کام څارۍ


