هند د پاکستان پر خاوره یو ځل بیا د توپونو برید کړی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ تله ۱۰) زرغون خوږیاڼی
پاکستاني چارواکو ویلي دي، چې هندوستان د جمو کشمیر کرښې ته څیرمه ددوی پر خاوره د توپچي بریدونه کړي دي.
د پاکستان د پوځ لخوا په خپره شوې خبر پاڼه کې ویل شوي، چې
پاکستان ویلي دي چې هندوستان د کشمیر د کنټرول کرښې ترڅیرمه ددوی په خاوره د توپخانې بریدونه کړي دي.
د پاکستان د پوځ لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې هندي ځواکونو نن سهار په ۴ بجو ددوی تر کنټرول لاندې سیمو باندې د توپ بریدونه پيل کړل، چې دوی سمدلاسه په ځوابي بریدونو پیل وکړ.
د پاکستان د پوځ په حواله ویل شوي دي، چې جګړې د سهار تر ۸ بجو دوام وکړ، دوی وايي چې په دې جګړه کې چاته ځاني زیان نه دی ور رسیدلی.
ددې جګړې په اړه تر اوسه د هندوستان پوځ څه نه دي ویلي.


