د درې ميليونو انسانانو په وژلو نړۍ ولې حيرانه ده؟

  تبصره

د دوېمې نړيوالې جګړې موريخين ليکي، چې هټلر درې ميليونه يهودان وژلي او په نړۍ کې ترټولو لوی قاتل انسان هټلردى.

له هغه راوروسته د چنګيز او نورو يادونه شوې ده چې د افغانستان په تيرو څلورو لسيزو کې کمونستي غلامان هم  د افغانانو په ډله ييزو وژلو کې ښکيل دي، د کمونستي وژل شوي امين د واکنۍ پر مها د دولس زره افغانانو د وژلو لست په خپرولو د بشر نړيوال سازمان خپل غوږونه کاڼه کړل.

په افغانستان کې يواځې د کمونستي دورې وژنې نه دي، چې افغانان یې په ډله ييزه توګه ووژل. له کمونستي دورې راوروسته په خپل منځيو جګړو کې هم تر٣٦زرو زيات افغانان ووژل شول؛ خو د بشر د حقوقو نړيوال سازمان په سترګو پټۍ تړلي دي او هيڅ ورته نه ښکاري.

تيره ورځ د فيليپين ولسمشر رودريګو دوتر ته د خپل هيواد د نشه يانو په اړه وويل: ز ه غواړم په نشه يي توکو روږدي درې ميليونه نشيان  ووژنم چې هيواد دنشه يي انسانانو څخه وژغورل شي.

په دې اعلان سره چې د فيليپين ولسمشر وکړ، يو شمير نړيوالو رسنيو په ډيره حيرانيتا سره د رودريګو وينا باندې تبصرې وکړې، ویې ويل درې ميليونه انسانان وژل ډيره ګرانه ده، چې د فيليپين ولسمشر داډول وينا کړې ده.

د فيلپين ولسمشر خو په ښکاره وويل چې درې ميليونه نشه يان په دې وژنم چې ټولنه کې ثبات راشي او نور انسانان له نشو څخه وژغورل شي هم به د نشه يي توکو قاچاقچيان له منځه ولاړ شي ا و هم به نوروهيوادوالو ته د عبرت درس وګرځي.

د فیلیپین  ولسمشر دا څرګندونې  ویتنام نه د راستنیدو پر مهال  کړي دي، ده ويلي دي چې د فیلیپین تر ټولو جدي او مهمه ټولنیزه ستونزه د نشه يي توکو قاچاقبران او په نشه يي توکو روږدي کسان دي.

دلته يوه د رمز خبره داده، چې هټلر درې ميلونه کسان وژلي هغه که يهودان و د هغوی سره مخالفت په خپل ځای؛ خو هغه د وژل شوو يهودانو کورنۍ د خپلو کسانو بې ګناهيو باندي ټينګار کوي، هټلر ويلي وو چې ما کوم کسان ژلي نړۍ مي ددوې له شره خلاصه کړې ده او د فيلپين ولسمشر بيا وايي زه فيليپين ددې کسانو د نشو له شره خلاصوم، چې د هټلر وينا بيا له فيلپيني ولسمشرله وينا زياته موثره ده.

په دواړو صورتو کې هيټلر او رودريګو که په خپله وينا عمل وکړي، وژونکي مجرمين ګڼل کيږي؛ خو په افغانستان کې چې له کمونستي دورې نيولې تر نن ورځې پورې افغانان وژل کيږي دا خو نه جنګي مجرمين او نه نشه يان دي چې قاتلين ېې کومه توجه وکړي، د دوی په وژلو ولې نړيوالو او په ځانګړې توګه د بشر د حقوقو ادارې سترګې پټې ا و غوږونه کاڼه کړي دي.

که په وژلو قاتلينو ته سزا ورکول کيږي نو دا نن ورځ چې په کابل کې په لوړو پوستونو کار کوي په دوی کې ډيری د نړيوالې محکمي د محاکمه کيدو وړدي، چې بايد محاکمه کړل شي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button