ننګرهار کې لاریون کوونکو د اچین د وروستي امریکايي بمبارد په تړاو د ملي یووالي حکومت پر مشرانو نیوکه وکړه

کابل ټکی کام ۱۳میزان/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر
نن په جلال اباد ښار کې د اچین د وروستي خونړي امریکايي بمبارد په غبرګون کې د ننګرهار قومي مشرانو، ولایتي شورا غړو او یو شمېر اوسېدونکو لاریون وکړ.
دوی د ملي یووالي حکومت پر دواړو مشرانو نیوکې وکړې، چې د اچین د خونړي بمبارد په اړه یې تراوسه پورې هېڅ پوښتنه هم نه ده کړې.
دوی له افغان حکومت څخه د یوه پرېکړه لیک له مخې غوښتنه وکړه، تر څو د دغې پېښې د څېړلو لپاره دغه ولایت ته یو با صلاحیته پلاوی واستوي.
اونۍ وړاندې امریکایي بې پیلوټه الوتکې د ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ کې د یوه حاجي کور په نښه کړ، چې له کبله یې د هغې کورنۍ ۱۳ کسان شهیدان او یو شمېر نور یې ټپیان شول.
پر دغه بمبارد افغان ولس، د اچین دولتي چارواکو او قومي مشرانو سخت غبرګونونه وښودل او په کلکو ټکو یې وغانده.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button