نیمروز کې ترافیکي پېښې ۲۶ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې
کابل ټکی کام ۱۳میزان/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر
د نیمروز په خاشرود ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له کبله ۲۶ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د نیمرو یو تن اوسېدونکي رسنیو ته وویل:
«نن سهار ۱۰:۰۰ بجې یو ۳۰۳ ډوله موټر، چې له هرات څخه نیمروز ته روان وو، د خاشرود ولسوالۍ اړوند په زرنج-دلارام کې له سړک څخه وښویېدو، چې له کبله یې ۲۵ تنه ټپيان شوي دي او یو تن وژل شوی دی.»
د دغې پېښې ټپيان د زرنج دولتي روغتون ته رسول شوي دي، چې د پنځو تنو ټپيانو حالت نازک ښودل شوی دی.
د نیمروز ولایت د ترافیکو مشر محمد زرین د پېښې د رامنځته کېدو علت د موټر چلوونکي تېز سرعت ښودلی دی او زیاته کړې یې ده، چې موټر چلوونکی د پېښې له ځای څخه په تېښته بریالی شوی.
د یادولو ده، د ډېری ترافیکي پېښو علت د موټر چلوونکو بې احتیاطي ښودل کیږي.



