(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ تله ۱۴) زرغون خوږیاڼی
نن مازیګر پنځه بجې په کابل کې د دارالامان سړک باندې د دولتي کارمندانو یو کاسټر موټر باندې درنه چاودنه شوې، چې په کې موټر تخریب شوی دی؛ خو د مرګ ژوبلې په اړه یې کره معلومات نشته.
خو ځینو رسنیو ویلي دي چې په چاودنه کې ۴ کسان ټپیان شوي دي.
ویل کیږي چې بم په یو بایسیکل کې ځای پر ځای شوی و، چې د کابل په ۷مه حوزه کې د دولتي کارمندانو پر کاسټر موټر وچاودیدلو.
ویل کیږي چې په یاد موټر کې د کانونو اوصنایعو وزارت مامورینو سفر کولو، چې یاده پیښه رامنځته شوه.
د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي پيښه تائيد کړې، دده په وینا چاودنه د مقناطیسي ماین په واسطه رامنځته شوې چې په کې ۴ ملکي کسان ټپيان شوي دي.
طالبانو په دې اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.















