د اسلامي امارت له لوري غزې ته ۵۳۰ ټنه بشري مرستې ورسېدې

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۶ وری، ۱۴۰۵ل)
د افغانستان اسلامي امارت له لوري د غزې ولس ته ۵۳۰ ټنه بشري مرستې د مصر له لارې رسېدلې دي.

د اسلامي امارت د ریاست‌الوزراء د حکم پر بنسټ، دغه مرستې د ځانګړي پلاوي له خوا په په مصر کې برابرې او د رفح له لارې غزې ته لېږدول شوې دي.

د معلوماتو له مخې، یادې مرستې چې شاوخوا ۵۳۰ ټنه خوراکي توکي، البسه او نور ضروري مواد پکې شامل دي، په ۴۲ لاریو کې انتقال شوې او ارزښت یې نږدې ۵۰۰ زره امریکايي ډالرو ته رسېږي.

ټاکل شوې ده چې دغه مرستې به شاوخوا ۲۲ زره کورنیو ته ووېشل شي، څو غزه بشري بحران ځپلو خلکو سره مرسته وشي.

بلخوا، د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت له نړیوالو او اغېزناکو لورو غوښتي، چې په غزه کې د اوربند د ټینګښت لپاره جدي او عملي ګامونه واخلي.

اسلامي امارت یو ځل بیا ټینګار کړی، چې د فلسطین قضیه باید د تاریخي واقعیتونو او د فلسطیني ولس د مشروع حقونو پر بنسټ حل شي.

مربوطه مطالب

Back to top button