ټولګټو چارو وزارت: د کندهار–سپین بولدک سړک دویم لین دویم لاټ ۹۷ سلنه بشپړ شوی

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۶ وری، ۱۴۰۵ل)

د ټولګټو چارو وزارت وایي، د کندهار–سپین بولدک سړک د دویم لین د دویم لاټ رغنیزې چارې ۹۷ سلنه بشپړې شوې دي.

ياد وزارت وايي، دغه سړک چې ۳۹.۶ کیلومتره اوږدوالی او ۱۲.۲۰ متره پلنوالی لري، د هېواد له مهمو ترانزیټي مسیرونو څخه ګڼل کېږي او د کندهار له مرکزه تر وېش بازار پورې غځېدلی دی. د پروژې په ترڅ کې د دوو پلونو او ۱۴۱ پلګوټو جوړول هم شامل دي.

د یاد وزارت په وینا، د دې سړک چارې له خصوصي سکتور سره د قرارداد له مخې روانې دي او تمه ده ژر به بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

مربوطه مطالب

Back to top button