حقیقي ترورستان وپيژنئ

عزیر اسدخیل

انسانيت له اسلامیت سره یو تړلی اصل دی، له اسلام پرته د انسانیت شتون بې معنی دی.

 هغوی چې د انسانیت په نوم مونږ مسلمانانو ته د غربیانو او نورو لادینو د تهذیبونو او سلوکو بیلګې وړاندې کوي نو باید وپوهیږو، چې دوی اصلاً د الهي احکامو سره جګړه کول غواړي، ځکه چه د کائناتو خالق لادینو او ملحدینو ته د (الأنعام) يعنې د څارویو خطاب کړی دی.

دا منو چې دغه لادینه پرګنې او قومونه د تخنیک او تکنالوژۍ له لحاظه ‌‌‌‌‌‌ډیر پر مختللي دي؛ خو په ټولنیز ژوند کې یې انساني کرامت تر پښو لاندی کړی دی او د بشري حقونو او عدالت چیغې يي یواځې د خلکو د تېر ایستلو په موخه دي.

ګورو چې په عمل کې تر ټولو ستر ترورستان او د بشري حقونو اصلي ناقضین همدوی دي، چې ښې بیلګې يې په لومړۍ او دوهمې نړیوالې جګړې کې وحشیانه عام وژنې دي.

 د چاپان د یورو شیما او ناګارسکي په ښارونو باندې غیر انساني اټومي برید او د کمونیزم د ترویج او په جبر سره د تحمیل په مو خه د استالین عام وژنې  دي، چې د وژل شویو ارقام سره جمع کړو نو کابو ۳۰۰ درې سوه میلونه انسانان يواځې په دغو پيښو کې د دوی لخوا په ډیر ظالمانه ډول له منځه وړل شوي دي.

 اوس نو خپله فکر او قضاوت وکړئ چې څوک حقیقي ترورستان او د بشري حقوقو ناقضین څوک دي؟؟؟؟.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button