ولایتي شورا: کندوز کې امنیتي ځواکونه د طالبانو په تمبولو نه دي توانېدلي

کابل ټکی کام ۱۴تله/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر
د کندوز د ولایتي شورا یو شمېر غړي وايي، چې په دغه ولایت کې امنیتي ځواکونه د طالبانو په تمبولو نه دي توانېدلي.
دوی وايي، نن درېیمه ورځ ده، چې د کندوز په ښار کې طالبان په جګړه بوخت دي او د دغه ولایت ګڼې ساحې یې تر خپل کنټرول لاندې راوستي دي.
د دغې شورا غړی امرالدین نن چهارشنه د رسنیو له لارې خبر ورکړ، چې تراوسه پورې د کندوز ښار دننه امنیتي ځواکونه په دې نه دي توانېدلي چې طالبان په شاه وتمبوي.
د کندوز د ولایتي شورا یو بل غړی غلام رباني وايي، چې طالبان همدا مهال د کندوز ښار د درېیمې حوزې، نو اباد، خواجه مشهد، چرخاب، جاده ازادي او په یو شمېر نورو مهمو سیمو کې حضور لري.
رباني وویل:
«دا مهال د کندوز د نو اباد، خواجه مشهد، جاده ازادي او نورو سیمو کې د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ درنده جګړه دوام لري.»
د دغې شورا غړي وایي، چې د دغو درندو جګړو د کنټرول لپاره د تخار والي د تازه دمو سرتېرو سره کندوز ته ورغلی وو، خو د محلي مقاماتو له خوا ورته اجازه ور نه کړل شوه.
امرالدین د تخار د والي راتګ ته په اشارې سره وویل:
«د تخار والي چې بشپړ امکانات درلودل، غوښتل یې تر څو په کندوز کې د امنیتي ځواکونو سره مرسته وکړي او هغه خلکو چې د ده مخه یې ونیوله، هغوی خو درک نه لري، احساس نه لري او خپله ایماني وجیبه په رښتیني توګه نه اداء کوي.»
د یادولو ده، نن درېیمه ورځ ده، چې طالبانو د کندوز د ښار دننه جګړه روانه کړې ده.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button