مؤمنان ټول یو وجود دی

لیکوال: فاتح کاروان
ابلیس شیطان او پیروان یې تل هڅه کوي چې خپلې موخې ته د رسیدو لپاره چې هغه د کفر غلبه ده په مؤمنانو کې د نفاق تخم وشیندي او په تأسف سره باید و منو، چې شیطان دغه موخې ته رسېدلې دی.
نن ورځ اسلامي امت تکړې تکړې دی حتی تر دې پورې چې په یو کور کې پلار د زوی، مور د لور، خور د ورور او ورور د ورور سره اختلاف لري!
فکر وکړئ چې کفارو د مسلمانانو د کورني نظام د ړنګولو لپاره کومې حربې په کار اچولي نن د هغه حربو په مرسته په اسلامي نړۍ کې د نفاق داسې اور بل دی، چې ټول امت یې په لوی مصیبت کې را ښکېل کړی دی او نفاق نه یواځې دا چې مسلمانان د سکون او خوشحالۍ نه محروم کړي، بلکې د نړیوال کفر پر وړاندې یې د واحد دریځ له درلودو هم لرې ساتلي دي او همدغه بدبختي ده چې یواځې څو میلیونه اسرائیل په یو نیم میلیاردیز امت راج او دبدبه چلوي!!
د اسلامي امت د وروسته پاتې والي ستر علت همدغه د اتحاد او اتفاق له امر څخه بې پروایي ده په داسې حال کې چې قرآن کریم خپلو پیروانو ته د ” واعتصمو بحبل الله جمیعا ولا تفرقو” حکم کوي پدې کې شک نشته چې د بریالیتوب راز په همدغه حکم کې پروت دی.
په وروستیو کې چې اسلامي امت د عرب او عجم، شرق او غرب په ټوټو تقسیم شو کفر او طاغوت ته مخه خلاصه شوه او اوس د اسلامي امت مثال هغه رمې ته ورته دی، چې شپون یې نه وي پدې معنی چې صلیبيان او یهوديان لکه وږي لیوان په مسلمان امت را ګډ شوي او هره ورځ په زرګونو تنه مسلمانان د دوی ښکار ګرځي مګر امت د دې سترې غمیزي پر وړاندې یواځې د بې وسۍ اوښکي تویوي!
د تعجب خبره خو داده چې کله هم د اسلامي هېوادونو د کانفرانس لخوا د امت د ستونزو په اړه غونډه رابلل کیږي نو په دغه ډول غونډو کې د اسرائیلي او امریکایي جاسوسانو او ناظرانو شتون حتمي بلل کیږي همغه وي چې غونډه بې نتیجې پای ته ورسیږي، په غونډه شوي مصارف عبث ولاړ شي او د امت په هیلو یخې اوبه واوړي.
همدغه حال د اسلامي امت د علماؤ د کانفرانس او د عربي ټولنې هم دی!! خو اوس هم وخت دی که اسلامي امت د اتحاد او یو والي لاره خپله کړي، پخپل منځ کې د امریکا او د امریکا د متحدینو مداخلو ته د پای ټکې کیږدي او تر بل هر څه خپلې دیني ګټې مهمې وګڼي نو لا هم ډیر چانس شته چې مسلمان امت پرې خپلې ستونزې را کمې کړي او لکه دا اوس چې امت د نفاق په اور سوځي، هره ورځ اسلامي ځمکې اشغالیږي او امت د بې شپونه رمې په څېر د یهودي او صلیبي لېوانو لخوا داړل کیږي امید دی چې دغه بد حالت به تر ډیره پای ته ورسیږي.
هر مؤمن مسلمان ته دا لازمي خبره ده چې پرته له توپیره فلسطیني، عراقي، شامي، صومالي لنډه دا چې عربي او عجمي، آسیایي او افریقایي او په ټوله کې هر د توحید کلیمه ویونکې خپل ورور او هره د توحید کلیمه ویونکی خپله خور وګڼي او لکه د یو وجود او یو بدن د یو بل په درد دردمن او په خوښۍ خوښ شي نو بیا به د هر مسلمان د زړه دغه ارمان چې د امت د برم او عظمت د د دور بیا پیلیدل دي، پوره شي. ان شاء الله
د نړیوال اسلامي نظام د قیام په هیله


