کابل ټکی کام ۲۰میزان/۱۳۹۴
احمدالله مهاجر
خبري رسنیو خبر ورکړی دی چې طالبانو د غزني ښار محاصره کړی دی، او شېبه په شېبه د محاصرې کړۍ د تنګېدو په حال کې ده.
د اسفندې له کلي څخه یو اوسېدونکی عزیزالله کابل ټکي کام ته وویل «په غزني کې د طالبانو فعالیتونه ډير زیات شوي دي، او همدا نن یې د کابل کندهار لویه لار ټوله ورځ تړلې وه او د اسفندې په لوی کلي چې د غزني له ښاره دوه کیلو متره لېرې پروت دی خپله سپینه جنډه ودروله، او د غزني ښار یې محاصره کړی دی، هېڅوک هم ښار ته تګ راتګ نشي کولای.»
نوموړی د حالاتو په اړه وايي: « تر اوسه طالبانو په اسپنده باندې خپل سپین بیرغونه درولي دي، او د ښار په امنیتي پوستو يې بریدونه دوام لري.»
همداشان د خشکو څخه زمونږ همکار نادر همدرد خبر راکوي چې طالبان د موی مبارک په سیمه چې د مرکزي ښار سره په سل مترۍ کې واقع ده واکمن شوي دي.
همدا شان د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په عامو وګړو غږ کړی دی چې ښار او د کابل کندهار په لویه لاره دې تر امر ثاني پورې تګ راتګ وځنډوي.

د غزني د ولایتي شوراء مشر خالق داد اکبري رسنیو ته ډاډ ښودلی دی چې طالبان لا تر اوسه پر غزني کومه حمله نه ده کړې، امنیت تأمین دی.
نوموړي زیاته کړه چې طالبان غواړي د غزني پر ښار هم د کندز په څېر حمله وکړي او ویې نیسي.
ځینو ټولنیزو سرچینو هم دا خبر ورکړی دی چې د غزني ښار ته د طالبانو قطعات او کمانډویي ځواکونه رسېدلي دي او غواړي چې د غرني ښار تر خپلې ولکې لاندې راولي.
د غزني د ښار څخه په ترلاسه شوي خبر کې ویل شوي دي چې تېر مازدیګر د طالب وسلوالو لخوا د افغان ځواکونو یو ټانګ او ۷تنه عسکر له منځه تللي دي.

















