شنبه, اپریل 18, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home خبرونه افغانستان

ولایتي شورا: له کندز وروسته فراه ولایت د سقوط سره مخامخ دی

محمد افغان نشرونکی: محمد افغان
اکتوبر 6, 2016
کټګوریانې: افغانستان, خبرونه, راپور تاژ
0
8
ځلې شریک شوی
100
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

دا هم ولولئ

د ایران-امریکا شخړه؛هرمز تنګی یوځل بیا وتړل شو

ننګرهار او لغمان کې د ۶۴۱ زره ډالرو په ارزښت د روغتیايي خدمتونو د پراختیا تړون لاسلیک شو

حشدالشعبي: د لبنان اوربند د مقاومت د بریا نښه ده

ډاکټر مقدس

له کندز وروسته په فراه ولایت کې جګړو زور اخیستی او د مرکز اړوند سیمو کې وسله وال طالبان د دولتي عسکرو په پوستو او قرارګاه و باندې تعروضي بریدونه کوي.

د فراه د ولایت د ولایتي شورا چارواکي وایي، که حکومت دې ولایت ته کومکي ځواکونه ونه لیږي، احتمال شته چې دکندز په شان به سقوط وکړي.

ددوی په وینا، وسله والو طالبانو د بهرنیو وسله والو په مرستې سره د فراه ولایت مختلفې برخې محاصره کړي دي او کوښښ کوي چې په ښار برید وکړي.

د فراه د ولایتي شورا رئیس وایي، که حکومت جدي پام ونکړي او کومکي عسکر ور ونه لیږي، احتمال شته چې دغه ولایت به طالبانو ته په لاس ورشي.

د فراه ولایتي شورا وایي، چې زیات شمیر وسله وال طالبان د فراه ښار په شاوخوا کلیو کې راټول شوي دي، چې د ښار اوسیدونکو لپاره یې غټې اندیښنې پیدا کړي دي.

د دې شورا رئیس فرید بختور وایي، چې د روکین، نوبهار او ګینکان په شمول څو لویې سیمې د طالبانو په لاس کې دي چې د فراه ښار نه یوازې اوه یا شپږ کیلو متره لیرې پراته دي.

د ولایتي شورا رئیس خبرداری ورکړ که چیرته حکومت هر څومره ژر چې امکان ولري، دغه ولایت ته اضافي ځواکونه ونه لیږي، احتمال لري چې فراه به هم د کندز د ښار په شان سقوط وکړي او د طالبانو لاس ته به ورشي.

ښاغلي بختور امریکا غږ راډیو ته وویل، چې طالبانو د ښار او ولسوالیو تر منځ ځینې لارې هم تړلي دي او هره شیبه د دې خطر شته دی چې په مرکز به برید وکړي.

ده وویل: “دښمن د ښار څلورو خوا ته راټول شوی او ګرځې راګرځي. وضعیت مخ په خرابیدو دی، د بالابلوک ولسوالۍ په کنسک او نورو کلیو کې جګړې هم سختې شوي دي. بیګا شپه هم طالبانو د دولسو نه درې نیمو بجو پورې د ملي اردو په یوې پوستې شدیده حمله کړې وه، چې دښمن ته پکې زیاته مرګ ژوبله رسیدلې او د ملي اردو ځیني غړي پکې وژل شوي یا ژوبل شوی‎ي دي.”

ښاغلي بختور زیاته کړه، چې د نیمروز، هلمند او ځینو نورو ولسوالیو نه سل ګونه وسله وال طالبان راټول شوي دي او پلان لري چې د فراه په ښار برید وکړي.

د شوار رئيس وايي، چې وسله وال طالبان د فراه د بیلا بیلو ولسوالیو خلک دي او د هلمند او نیمروز ولایتونو نه هم ور سره ځیني کسان یو ځای شوي دي، دده په وینا، په منځ کې یې بهرني اتباع هم لیدل کیږي. که حکومت پدې برخې کې جدي پام ونکړي، عواقب به یې خراب وي.

همدارنګه د فراه ولایت امنیتي مسؤلین هم دا مني چې د دې ولایت په ځینو کلیوالو سیمو کې طالبان په پراخه توګه حضور لري.

د فراه ولایت امنیې قوماندان توریالی عبداني وايي، چې مخالفینو خپلې ځینې ډلې دلته ځای پر ځای کړي دي خو تر اوسه لا معلومه نه ده چې دوی څه پلان لري او څومره کسان به وي.

د فراه والي محمد آصف ننګ هم د ولایتي شورا د رئیس فرید بختور څرګندونې آوازې وګڼلې او زیاته یې کړه چې د دې ولایت دوه لویې لارې د خلکو او ترافیک د تګ راتګ لپاره خلاصې دې.

په فراه ولایت کې جګړې تر دیره په کنسک سیمه کې کیږي چیرته چې د فراه امنیتي کمر بند پروت دی، څو ورځې وړاندې په کنسک سیمه کې طالبانو د ښار په امنیتي کمر بند پوستو باندې ډله اییز بریدونه وکړله چې په کې دواړو خواو ته مرګ ژوبله واوښته.

د فراه ولایت مطبوعاتي دفتر وویل، چې وسله والو طالبانو له تیرو څلورو ورځو راهیسې د کنسک سیمه کې د پولیسو په امنیتي کمر بند پوستو برید وکړ، چې په کې ۱۹ طالبان ووژل شول او ۱۵ نور ټپیان شول.

د سرچینې په وینا په دې نښتو کې ۲ عسکر ووژل شول او ۴ نور ټپیان شول.

طالبانو بیا وویل، چې د په دې نښتو کې یې ۱۱ کمانډويي عسکر او یو پولیس وژلی دی او ۴ کمانډويي عسکر یې ټپيان کړي دي، دوی وایي چې د فراه ولایت او بالابلو ک ولسوالۍ تر منځ لویه لاره يې د دولتي عسکرو پرمخ تړلې ده او اجازه نه ورکوي چې له دې لارې اکمال وکړي.

 همدارنګه د تلې په ۱۰مه نیټه د فراه ولایت د بالابلوک ولسوالۍ په کنسک سیمه کې بهرنیو هوايي ځواکونو په افغان کومانډويي عسکرو بمبار وکړ، چې په کې ۵ کومانډویان ووژل شول او ۶ تنه یې نور ټپیان شول.

د ظفر قول اردو مسوولین پيښه تائيد کړې وه او ويلي یې وو، چې تېره شپه د بالابلوک ولسوالۍ اړوند د کنسک په سیمه کې بهرنیو عسکرو د افغان کمانډویانو پر پوسته بمبار کړی، چې ۵ کمانډويي عسکر او یو پولیس وژل شوي، دوی وايي چې ۵ کمانډویان ټپیان شوي دي، چې د ټپيانو حالت ښه نه دی.

خو طالبانو بیا ویلي وو، چې د ناټو هوايي ځواکونو په بمبار کې ۳۰ افغان کمانډویانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

تر اوسه پورې افغان چارواکو له بهرنیو ځواکونو څخه د یادې وژنې په اړه نه دي پوښتي او په اړه یې چوپه خوله دي، بهرنیو ځواکونو ته هم د عسکرو او ملکي خلکو وژنه هیڅ توپیر نه لري او په افغانستان کې یواځې د وژنې ماموریت تر سره کوي.

له بل پلوه په فراه ولایت کې تیره ورځ هم د دولتي عسکرو او طالبان تر منځ سختې نښتې شوي دي، چې دواړه غاړې یو بل ته د تلفاتو اړولو ادعا کوي.

د فراه ولایت چارواکوو ویل، چې د شقق عملیاتو په جریان کې یې ۸۴ طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د فراه د والي ویاند محمد ناصر مهري ویلي چې د بالابلوک ولسوالۍ په کنسک سیمه کې د وسله والوطالبانو په ضد عملیات پیل شوي دي، چې په کې ۸۰ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

ده ویلي، چې په دغو عملیاتو کې ۴۰ وسله وال وژل شوي او۴۴ نور ټپیان شوي دي.

د ظفر قول اردو رئيس محمد اوریا خیل بیا وايي، چې په ډې عملیاتو کې د اردو ۵ عسکر وژل شوي او ۶ نور یې ټپیان شوي دي.

د فراه والي محمد اصف ننګ بیا وايي، چې طالبانو په فراه ولایت کې تبلیغاتي جنګ پیل کړی، دوی له دې لارې غواړي چې د دولتي عسکرو روحیه کمزورې کړي، دده په وینا طالبان د جلب و جذب له لارې خورا فعال دي او له دې لارې دولتي عسکرو ته د تسلیمیدو پیغامونه استوي.

د طالبانو ویاند بیا د تیرې ورځې په جګړه کې د خپلو ۲ ملګرو د وژل کیدو خبر ورکوي.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه خبر پاڼه کې ویلي، چې د فراه ولایت د مرکز اړوند د نوبهار په سیمه کې يې په اردو عسکرو او پولیسو تعروضي بریدونه کړي دي، چې په د وړو او غټو وسلو کارونه وشوه.

ویاند وايي، چې یو زیات شمیر پولیس او اردو عسکر سیمې ته د عملیاتو په موخه راغلل او د ملکي خلکو په کورونو یې د ډيسي توپ او هاوانونو ډزې پیل کړې اویو شمیر خلکو ته یې مالي اوزاني زیان واړولو،  چې په تعروضي برید کې په شا وتمبول شول.

طالب ویاند وايي، چې په دې نښتو کې یې ۱۰ دولتي عسکرو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

له بله پلوه د فراه ولایت د ناامنیو له امله ځايي اوسیدونکي بیا کډې باروي، د مرکز اړوند د نوبهار کليو سلګونو کورنيو د جګړې له وېرې سيمې پرېيښې دي.

مخکینې مطلب

کندهار: د ۵ ميليونه ډالرو په ارزښت د مېوو د پروسس فابريکه جوړه شوه

بل مطلب

د طالبانو لخوا د مبع الجهاد سټوډيو د (مردان راستين) په نوم نوی ویډيويي فلم نشر شو

ځانګړي مطالب

خبرونه

د ایران-امریکا شخړه؛هرمز تنګی یوځل بیا وتړل شو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
افغانستان

ننګرهار او لغمان کې د ۶۴۱ زره ډالرو په ارزښت د روغتیايي خدمتونو د پراختیا تړون لاسلیک شو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
خبرونه

حشدالشعبي: د لبنان اوربند د مقاومت د بریا نښه ده

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
افغانستان

ننګرهار کې د ۲۸.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د پاکو اوبو شپږ شبکې جوړېږي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
افغانستان

افغانستان او ترکیې د آنتالیا فورم په څنډه کې د سوداګرۍ پر پراختیا او پانګونې پر زیاتوالي خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

د ایران-امریکا شخړه؛هرمز تنګی یوځل بیا وتړل شو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

ننګرهار او لغمان کې د ۶۴۱ زره ډالرو په ارزښت د روغتیايي خدمتونو د پراختیا تړون لاسلیک شو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

حشدالشعبي: د لبنان اوربند د مقاومت د بریا نښه ده

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

ننګرهار کې د ۲۸.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د پاکو اوبو شپږ شبکې جوړېږي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

افغانستان او ترکیې د آنتالیا فورم په څنډه کې د سوداګرۍ پر پراختیا او پانګونې پر زیاتوالي خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

امنيتي ځواکونو هلمند کې د قاچاق پر ضد عملیاتو کې زرګونه خښتې مس او طبي وسایل کشف او ضبط کړل

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

قالیباف: د ټرمپ ټولې ادعاوې درواغ دي، حقیقت سره اړخ نه لګوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

ولسمشر ټرمپ: له ایران او لبنان سره د تلپاتې اوربند هڅې روانې دي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

میدان‌ وردګ او کندز کې ترافیکي پېښو له امله ۱۱ تنو ژوند له لاسه ورکړی 

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ کې ۱۰۷۶ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • ميرويس عزيزي: د تخار د ۱۶۵ ميګاواټه او د بغلان د ۳۵۰ ميګاواټه برېښنا دستګاوې افغانستان ته انتقال لپاره چمتو شوي

    20 شریک شوي
    شریکول 8 Tweet 5
  • د ایران-امریکا مذاکرات؛ اسلام آباد کې زرګونه پوځیان ځای پر ځای شوي

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • د ایران-امریکا شخړه؛هرمز تنګی یوځل بیا وتړل شو

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • امنيتي ځواکونو هلمند کې د قاچاق پر ضد عملیاتو کې زرګونه خښتې مس او طبي وسایل کشف او ضبط کړل

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د ایران دفاع وزارت: هرمز تنګی په مشروط ډول پرانیستی

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

د ایران-امریکا شخړه؛هرمز تنګی یوځل بیا وتړل شو

ننګرهار او لغمان کې د ۶۴۱ زره ډالرو په ارزښت د روغتیايي خدمتونو د پراختیا تړون لاسلیک شو

حشدالشعبي: د لبنان اوربند د مقاومت د بریا نښه ده

ننګرهار کې د ۲۸.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د پاکو اوبو شپږ شبکې جوړېږي

افغانستان او ترکیې د آنتالیا فورم په څنډه کې د سوداګرۍ پر پراختیا او پانګونې پر زیاتوالي خبرې کړي

امنيتي ځواکونو هلمند کې د قاچاق پر ضد عملیاتو کې زرګونه خښتې مس او طبي وسایل کشف او ضبط کړل

قالیباف: د ټرمپ ټولې ادعاوې درواغ دي، حقیقت سره اړخ نه لګوي

ولسمشر ټرمپ: له ایران او لبنان سره د تلپاتې اوربند هڅې روانې دي

میدان‌ وردګ او کندز کې ترافیکي پېښو له امله ۱۱ تنو ژوند له لاسه ورکړی 

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com