کابل ټکی کام ۲۱زمري/۱۳۹۴
فریداحمد
طالبانو د کندز د پرېښودلو په اړه یوه اعلامیه خپره کړې ده، په اعلامیه کې د کندز په پرېښولو لاملونه ښودل شوي دي.
طالبان وایي، د کندز مرکزي زندان چې سلګونه تنه مجاهدین او یا د جهاد په نوم نیول شوي مظلوم اشخاص پکې بندیان وو، د دې عملیاتو مهم هدف وو، چې پکې پوره کامیاب شول.
په اعلامیه کې ذبیح الله مجاهد زیاتوي، د کندز په نیولو سره د طالبانو لاسته پراخې سیمې ورغلې.
همدا شان طالبانو په اعلامیه کې د کندز د نیولو په دوران د زیات شمېر عسکري وسایطو او استخباراتي اسنادو یادونه کړې ده، چې د دوی لاسته ورغلي دي.
او له کندز څخه یې په شاه کېدل یو مهم تکتیکي ګام بللی دی.
















