کابل: اشرف غني په ناڅاپي توګه د دوه روغتونونو څخه لیدنه کړې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ تله ۱۷) زرغون خوږیاڼی
تېره شپه اشرف غني په کابل کې د عامې روغتیا وزارت اړوند د دوه روغتونونو څخه لیدنه کړې ده، چې په وینا يې په دندو کې د بې غورۍ او ناسم وضعیت له امله یې یو شمیر لوړ رتبه کسان لرې کړي دي.
له ارګ څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې ویل شوي، چې د افغانستان جمهور رئيس اشرف غني پرون شپه ناوخته په ناڅاپه ډول د وزیر محمداکبرخان او اندراګاندي (صحت طفل) روغتونونو ته ورغی،د یادو روغتونونو د عمومي وضعیت د ارزونې تر څنګ یې د بستري ناروغانو د حالت پوښتنه وکړه او پایوازانو سره یې هم وکتل.
ددوی په وینا اشرف غني لومړی د وزیر محمد اکبر خان روغتون څخه لیدنه وکړه، په روغتون کې کاري وضیعت، نظافت او مدیریت په ښه توګه نه و ترسره شوی.
غني ویلي، چې د روغتون له وضعیت څخه سم خبرونه وړاندې کېږي، په داسې حال کې چې له نږدې څخه وضعیت د خوښې وړ نه دی.
ولسمشر په یادو روغتونونو په غیر قانوني توګه ټول مقرر شوي کسان به له دندو څخه ګوښه شي، غني وویل، باید ټولې مقررۍ او منفکۍ د قانون په اساس تر سره شي.
همدارنګه ولسمشر د اندراګاندي د صحت طفل روغتون ته هم ورغلی و او هلته یې د بستر شوو ماشومانو لیدنه وکړه، جمهوررئیس غني د یاد روغتون له بېلابېلو کاري څانګو او ناروغانو ته د خدماتو د رسونې په اړه خوښي څرګنده کړې ده.
هغه وویل: د صحت طفل روغتون کې د خدماتو وړاندې کول د خوښۍ وړ دي، ده ددغه روغتون کارکوونکي وستایل او په دې اړه یې د روغتون اړتیاوې هم په نظر کې ونیولې.
ویل کیږي چې په منفک کیدونکو کسانو کې د روغتیا وزارت لوړ رتبه کسان شامل دي.



