د کندوز د روانې جګړې په اړه هر اړخیز او معلوماتي راپور

کابل ټکی کام ۱۷تله/۱۳۹۵، راپورتاژ: احمدالله مهاجر
د کندوز د جګړې په اړه د کابل ټکي کام همکار هر اړخیز، معلوماتي او مستند راپور چمتو کړی دی، چې دا دی ستاسو مخته یې ږدو!
کندوز ولایت:
کندوز ولایت د افغانستان له لرغونو او تاریخي ولایتونو څخه دی، چې د هېواد په شمال ختیځ کې واقع دی.
د کندوز ولایت مساحت ۷۶۶۸.۷ کیلو متره مربع دی، چې د ځمکې له سطحې څخه ۴۰۵ متره لوړوالی لري.
کندوز د شمالي عرض البلد په ۳۶، ۲۲ درجو، ۵۸، ۱۲ دقیقو او ۳۰ ثانیو او د ختیځ طول البلد یې په ۶۸، ۶ درجو، ۵،۵۲ دقیقو او ۱۶ ثانیو کې موقیعت لري.
د کندوز د وګړو شمېر نږدې یو میلیون اټکل شوی دی.
دغه ولایت له مرکز (کندوز ښار) پرته شپږ ولسوالۍ لري، چې عبارت له: امام صاحب، دشت ارچي، قلعه زال، چهاردرې، علي اباد او خان اباد څخه دي.
کندوز کې دولت او طالبان:
کندوز ولایت کې طالبان د دولتي ځواکونو په پرتله خورا قوي او فعال دي، همدا راز د دولتي ځواکونو په پرتله طالبان د دغه ولایت په ډېری خاوره واکمن دي.
طالبان چې هر کله وغواړي، د دغه ولایت پر مرکز، امنیه قومندانۍ او نورو دولتي مراکزو بریدونه کولی شي، مګر بالمقابل دولتي ځواکونه د جګړې پر مهال یا د تېښتې لاره او یا تسلیمېدل غوره کوي.
د کندوز اوسېدونکي هم د طالبانو له حکومت څخه خوشاله دي او وايي، چې د دولت پر مهال هر ډول نا روا کارونه ترسره کیږي، مګر د طالبانو په راتګ سره د دا ډول اعمالو د ترسره کولو تصور هم نه کیږي.
په وروستیو خپرو شویو ویډیوګانو کې هم ښودل کیږي، چې ملکي وګړي د طالبانو په راتګ سره خوښ ښکاري او د دولتي ځواکونو له راتګه امان غواړي.
د ځايي خلکو څخه یوه تن امید طاهري وايي:
«زه خپله د کندوز ښار کې کاروبار لرم، مونږ ته ښه معلومات کیږي، چې څوک زمونږ خواخوږي دي، طالبان او که افغان دولت؟ پرون دلته دولت وو، خو نن طالبان، پرون غلاوې، چور چپاول او ناروا اعمال په ډاګه کېدل مګر نن د طالبانو له وېرې یې څوک تصور هم نه شي کولی.»
کندوز کې نن شپږمه ورځ هم جګړه ده:
د روانې اکتوبر میاشتې په ۳مه نېټه طالبانو پر کندوز ښار له څلورو خواوو څخه لوی تعرضي بریدونه پیل کړل، چې نن شپږمه ورځ یې هم وېره شته ده.
ځايي چارواکي وايي، تراوسه پورې دولتي ځواکونه په دې نه دي توانېدلي، چې له طالبانو څخه بېرته سقوط شوې سیمې خپلې کړي.
د دوی له قوله چې طالبان لا هم د ښار یو شمېر مربوطه سیمې په واک کې لري.
له بلې خوا څخه د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي وایي، چې د کندوز د شمالي ښار د پاکولو په لړ کې یې له طالبانو څخه درې سیمې بېرته خپلې کړي دي.
کندوز کې د روانې جګړې له کبله ځايي خلکو ته ستونزې:
د ملګرو ملتونو د نړیوال سازمان په تازه خپور شوي راپور کې راغلي دي، چې د کندوز د جګړو له کبله ۱۰ زره تنه بې ځایه شوي دي.
دغه سازمان د کندوز پر امنیتي وضعیت سخته اندېښنه ښودلې ده او زیاته کړې یې ده، چې په دغه ښار کې بشري وضعیت تر ډېره حده پورې خراب دی.
راپور کې راغلي دي، چې ډېری کورنۍ د روغتیايي خدمتونو، خوراکي توکو او د اوبو له جدي ګواښ سره مخ دي.
د کندوز اوسېدونکي وايي، چې دوی د سختو جګړو په منځ کې نه شوای اوسېدلی، ځکه افغان ځواکونو به د عامو خلکو کورونه بمبارول او خپله غوسه به یې پر دوی سړوله.
باید ووایو، د کندوز د جګړې په دویمه ورځ افغان ځواکونو د شړیو مارکیټ ته اور ورته کړ، چې تر ډېره وخته ترې سرې لمبې پورته کېدلې.
د یادولو ده، تېر کال هم کندوز ولایت د طالبانو لاسته ولوېدو او د څو اونیو لپاره د دوی سره وو، خو دا چې عامو خلکو ته زیانونه متوجه ول، نو دوی کندوز بېرته افغان ځواکونو ته پرېښودلو.
کندوز کې دولت او طالبانو ته تلفات:
ځايي سرچیني وايي، چې د کندوز په روانه جګړه کې تراوسه پورې لسګونه تنه عسکر، پولیس او اربکیان وژل شوي دي، ګڼ شمېر ټانګونه، رینجر موټر او نور نظامي وسائط یې له منځه تللي دي او یا هم د طالبانو لاسته لوېدلي دي.
د ځايي چارواکو له قوله چې افغان ځواکونو د جګړې په لومړیو کې تاب ونه کړ او له لږ مقاومت وروسته به یې پوستې او ګڼې پراخې سیمې طالبانو ته پرېښولې.
نن شنبه د اکتوبر په ۸مه نېټه د کندوز مرکز اړوند سیمو کې هم طالبانو کارنده بریدونو ته دوام ورکړی وو.
د نننۍ جګړې پر مهال په خواجه مشهد سیمه کې هم ګڼو عسکرو ته مرګ ژوبله واوښته.
همدا راز تېره شپه امریکایي الوتکو هم په بالاحصار کې د افغان ځواکونو پر مرکزونو باندې بمباري وکړه، چې له کبله یې ۹ تنه عسکر ووژل شول او ۳۰ تنه نور مرګوني ټپيان شول.
د ځایي سرچینو د خبر له مخې، چې طالبانو پرمختګ کړی، خو د وژل شویو جنګیالیو شمېر یې د افغان ځواکونو په پرتله ډېر کم دی.
د یوې سرچینې د خبر پر اساس چې تراوسه پورې لږ تر لږه ۱۰ تنه طالبان وژل شوي دي.
مګر طالبانو تراوسه پورې د خپلو وژل شویو جنګیالیو کره شمېره نه ده اعلان کړې.
خو دفاع وزارت د اټکل له مخې ویلي دي، چې په دغه جګړه کې د افغان ځواکونو په پرتله سلګونه تنه طالبان وژل شوي دي، خو د دوی نه مقاومت لرونکي ځواکونه نسبت طالبانو ته کم وژل شوي دي.


