(کابل ټکی کام ۱۳۹۵تله ۱۸) الماس خدرخېل
د پرېکنده ملاتړ د ماموريت عمومي قومندانۍ له خوا په خپله ټوېټر پاڼه کې په ننګرهار کې د دوه امريکايي سرتېرو د ټپي کېدو خبر تائيد کړی دی، خو د انفجار ځای يې نه دی په ډاګه کړی.
بل پلو طالبانو رسنيو ته په يوه لېږلي خبر کې ویلي، چې د دوی پلويانو د ننګرهارولايت بهسودو ولسوالۍ اړوند د اډې اخوندزاده عثمان فاميليو په سيمه کې د امريکايي ځواکونو په يو ټانګ د ماين په واسطه انفجار کړی دی.
په خبر پاڼه کې ويل شوي، چې چاودنه تېره ورځ غرمه مهال ۱۱ بجې رامنځته شوې چې يو ټانګ په مکمله توګه ويجاړ شوی دی.
په خبر کې راغلي، چې په دې چاودنه کې يې ۴ تنه امريکايي عسکر وژلي او۲ تنه نور يې سخت ټپيان دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د امريکايي ځواکونو اړوند يو عسکر څلور ورځې وړاندې د داعش وسلوالو سره په نښته کې ووژل شو.
اوس مهال د بهرنيو ځواکونو اړوند نظامي مرکزونه په ننګرهار، هرات، کابل او يو شمېر نورو ولايتونو کې دي.


















