طالبانو په بغلان ولایت کې د اردو یوه چورلکه ویشتلې ده

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ تله ۱۸) زرغون خوږیاڼی

نن سهار د بغلان ولایت په ډنډ غوري ولسوالۍ کې د اردو چورلکه ویشتل شوې او نسکوره شوې ده، ویل کیږي، چې په چورلکه کې سپاره ۴ کومانډیان وژل شوي دي.

طالبانو د چورلکې ویشتلو پړه پر غاړه اخیستې ده.

طالب ویاند قاري یوسف احمدي کابل ټکی کام ته په رالیږل شوي خبر کې ویلي، چې نن سهار د بغلان ډنډغوري په قرغان تيپه سیمه کې د کمانډو ځواکونو هغه هلیکوپتر وويشتل شو، چې غوښتل يې هلته محاصره عسکرو ته اکمالات وکړي.

د طالب ویندوی په خبره، ‏په برید کې هلیکوپتر رانسکوره او د اور خوراک شوې، دوی وايي چې د چورلکې ټوله عمله له منځه تللې ده.

پژواک خبري اژانس ویلي، چې د اردو یوه چورلکه په بغلان ولایت کې غورځول شوې ده او ۴ عسکر په کې وژل شوي دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button