(کابل ټکی کام ۱۳۹۵تله ۱۹) الماس خدرخېل
د هلمند په مرکز لښکرګاه کې له خونړۍ جګړې وروسته د امنیتي ځواکونو ۱۲پوستې د طالبانو لاس ته لوېدلي دي.
د طالبانو له لوري رسنیو ته په لېږلې خبرپاڼه کې لیکل شوي، چې د دوی ملګرو تېره شپه له څلورو ساعتونو وروسته د لشکرګاه اړوند د بولان د دښتې او بشرانو سر ته د رود د غاړې ۱۱ د امنيتي ځواکونو پوستې طالبانو نيولي دي..
د دوی په خبره د پرون او بېګا شپې جګړه کې يې د بشرانو ۸ پوستې او د بولان د دښتې ۳ پوستې په مکمله توګه نيولي دي.
طالبان وايي په دې جګړه کې ګڼ شمېر وسلې او نظامي توکي نيولي او ۲۷ تنه افغان امنيتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
په يوه جلا خبر کې ويل شوي، چې د ياد ولايت په ګرشک ولسوالۍ کې هم د افغان او امنيتي ځواکونو تر منځ جګړه شوې، چې پکې افغان سرتېرو ته دروند ځاني او مالي زيان اوښتی.
طالبانو کابل تکی کام ته په راستول شوي خبر کې ویلي، چې د يوې پوستې په ګډون يې په دې جګړه کې ۵ امريکايي ټوپکونه، يو راکټ او يو شمېر نور مهمات هم نيولي دي.
د هلمند ځايي چارواکو تر اوسه رسنیو ته په دې اړه څه نه دي ويلي، خو طالبانو په دې جګړو کې د ۴۶ عسکرو د وژل کېدو دعوه کړې ده، چې د دوی په خبره جسدونه يې د جګړې په ډګر کې پراته دي.


















