(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ تله ۱۹) زرغون خوږیاڼی
طالبانو په یوه خپره شوې خبر پانه کې ویلي ویلي، چې ددوی ځواکونو د لښکرګاه ښار د امنیتي کمربند ۸ پوستې او ۳ لویې سیمې نیولي دي او ښار ته د ننوتلو په حالت کې دي.
د طالبانو ویاند قاري یو سف احمدي ویلي دي، چې اوسمهال د مختار په سیمه کې سخته جګړه روانه ده چې د لښکرګاه ښار دروازه کڼل کیږي.
په ورته وخت کې د هلمند لپاره د طالبانو والي په یوه مرکه کې ویلي دي، چې د نهرسراج له طرفه مختار سیمه کې طالبان ولایت ته په یو کیلو متره فاصله کې دي، په داسې حال کې چې د اردو او ناټو ځواکونو ۳ الوتکې کې ګرځیدلې طالبانو د مختار سیمه کې ۳ پوستې ونیولې، همدارنګه د ناوې له طرفه د بولان لیوا سره د ټولو پوستو د طالبانو په لاس پرون ۹ بجې سقوط شوه.
د طالبانو والي ملا عبدالمنان وايي، چې لښکرګاه ښار بل طرفته د بشران سیمه چې د هلمند رود خوا ته ده، بولان او سرپریکړې سیمې له طالبانوسره دي، د والي په و ینا د ((الوتکو له شوره مو سره خبرې نه اوریدې په داسې حال کې طالبانو یادې سیمې ونیولې، د عسکرو سره یې لاس په لاس جنګ روان دی ، الوتکې دا اتمیز نشي کولا چې دا دوست دی که دښمن)).
ده د کجکي بند په اړه وویل، چې دا یو عام المنفعه سیمه ده، د بند پولیسو ته هم څه نه وایو چې بند تخریب نشي.
کومه سیمه چې د طالبانو لاسته لویږي، طالبانو ته د عام المنفعه سیمو د ساتنو سپارښتنه کیږي، په هغه ځای کې مدرسې او مکتبونه فعالیږي
د طالبانو والي د هلمند جګړې په اړه د جنرال عبدالجبار ددې خبرو په غبرګون کې وویل((له دې وروسته به یوه پوسته هم سقوط ونکړي))، په داسې حال کې چې له پرونه راهیسې مونږ ټانګونه ، رینجر موټر او کڼې پوستې لاسته راوړي دي.
طالب جنګیالیو د جبار له قواو لکس موټرې هم ونیولې او د یاد جنرال قوتونه هم شاتګ ته مجبور شوي دي.
ملا عبدالمنان وویل: عسکرو او اردو ځواکونو ته زمونږ غیږه خلاصه ده، دوی ته وایو چې د طالبانو له لیکو سره یو ځای شي او د خپل مرګ په اړ فکر وکړي، د عاموخلکو څخه غواړو چې په لښکرګاه ښار کې د نظامي ځایونو څخه ځانونه لرې وساتي، ولس باید حکومت ته ووايي چې تاسو زمونږ دفاع نشۍ کولای نومونږ پریږدۍ او شاته لاړ شۍ، اوس حکومت ته پنځه کیلومتره ښار پاتې دی.
((حکومت د خپلو عسکرو مړي هم نه انتقالوي، د تریخ ناور په دکانونو کې زه راتلمه، خلکو وران دکان راسپړلو چې ۱۲ عسکر یې پکې اچولي وو، د ناوې په ولسوالۍ کې ۷۵ جسدونه ما په خپله لیدلي چې ماتې وو، مونږ ورته احوال وکړ چې راشئ خپل مړي یوسۍ خو دوی بیا هم را نه غلل)).
د طالبانو والي ملا عبدالمنان د یو ې پوښتنې په ځواب کې ویول: اوس موننږ په هلمند ولایت کې ۱۸ زره مسلح طالبانو لرو.
















