ترکيه: موټربم بريد ۱۳ سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵تله ۱۹) الماس خدرخېل

په ترکيه کې تېره ورځ يو موټربم بريد ترسره شوی، چې د اتو ملکيانو په ګډون ۱۰ تنه پوځي سرتېري وژل شوي دي.

موټربم چاودنه د ترکيې حقاري ولايت شيمدينلي ولسوالۍ اړونده سيمه کې د امنيتي ځواکونو په مرکز رامنځته شوې ده.

چارواکي وايي، چې په پېښه کې د ۲۷ تنه پوځيانو په ګډون ګڼ شمېر ملکي وګړي هم ټپيان شوي دي.

د پېښې ټپيان د تداوۍ په موخه د یوکسک قوا او شيمدينلي ولسواليو روغتونونو ته وړل شوي دي.

د ترکيې لومړي وزير د بريد پړه د پيکاکا په ډلې اچولې او ويلي يې دي، چې د ۵ ټنو چاودېدونکو توکو نه بار موټر يې د امنيتي ځواکونو د مرکز تر څنګ چاودولی دی.

هغه زياته کړه، چې ترکيه به د پيکاکا، داعش ډلو پر خلاف عملياتو ته دوام ورکړي.

ياده چاودنه د عراق او ايران ګډې پولې ته نږدې هغه سيمه کې شوې، چې ډېری وګړي يې کردان دي.

د يادونې ده، چې کردي وسلوال په ترکيه کې د خپلواکۍ غوښتنه کوي او له تېرو څو کلونو راهيسې ترکيې سره په جګړه کې ښکېل دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button