شنبه, اپریل 25, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home سرمقاله

پر کندز د يوې اوونۍ د جګړې پر دوام د ولسمشر اعتراف 

محمد افغان نشرونکی: محمد افغان
اکتوبر 10, 2016
کټګوریانې: سرمقاله
0
7
ځلې شریک شوی
84
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

 سرليکنه

د دفاع وزارت په هره غونډه کې وايي: دولتي ځواکونه د دفاع توان لري او په هر وخت کې د مخالفينو ځواب ويلی شي.

دا هم ولولئ

د جدي شپږمه؛ د تېر درد، د نن ثبات او د سبا مسؤلیت

افغانستان کې د صنعت او سوداګرۍ نوې هیلې

د افغانستان د اقتصادي خوځښت نوې څپه

ددې ادعا ثبوت د يوې اوونۍ راپديخوا د کندز په جګړه کې طالب وسله والو دفاع وزارت ته ورکړ او دا یې ثابته کړه، چې يواځې د کندزنه، بلکې د هلمند، فراه، بغلان او نورو ولايتونو په څير په کندز کې دولتي ځواکونه د طالب وسله والو پر وړاندې د مقاومت توان نه لري.

پر کندز د جګړې په دوېمه ورځ د کندز امنيتي مسئولينو وويل، چې د ښاري اوسيدونکو د سر او مال په خاطر نه غواړو په وسله والو مخالفينو د هوا له لارې عمليات وکړو؛ خو د کندز د ښار د امنيتي چارواکو هغه  دعوه هم له منځه ولاړه، همغه ښاريان چې د کندز د ښار د دفاع په ناتوانۍ کې پلمه کيدل نه یې سرونه په امن پاتې شول او نه مالونه، هر څه یې د نشت برابر شول .

د مخه به چې ازادو رسنيو د جګړو په اړه راپورنه ورکول او د دولتي ځواکونو د حوصلې د بايللو وينا به یې کوله نو دا ده چې په کندز کې د يوې اونۍ راپدېخوا جګړه دوام لري، دا یې ثابته کړه چې د کندز امنيتي  ځواکونه د ښار د دفاع توان له لاسه ورکړی دی او د خپلو سرونو په دفاع کې هم  ګمان نه کوم چې کامياب شي.

هر افغان يو وياړ لري چې د نورو وياړونو ترڅنګ يو د نورې نړۍ په څير په خپل پوځ وياړ دی، په افسوس سره دا وياړ مونږ له لاسه ورکړی دى، که دا وياړ افغان پوځ لرلای نو د ګوتو په شمير کمونستانو به په افغانستان کې د ثور د اوومې کودتا نه وه کاميابه کړې.

ولسمشر محمد اشرف غني سره زيات شمير افغانان مخالفت لري، مخالفتونه پر خپل ځای خو په دې یو څه د خوښې وړ دى چې په ډير مهم  او پر ځاې وخت کې حقيقت وايي، هغه دا چې تيره ورځ یې په يوه تلويزيوني وينا کې وويل: په هلمند، اروزګان ، کندوز او نورو سیمو کې نا امنۍ د سرتیرو د کمزورۍ له امله نه بلکې علت یې دا دی چې نامسلکي کسان پر پوځي دندو ګومارل شوي دي.

ولسمشر محمد اشرف غني که لږ څه نور هم حقيقت ته مخ ور وګرځوي او  پلټنه وکړي بيا به په بله تلويزيوني وينا کې ووايي، چې د تيرو دوو کلونو راپديخوا په يادو ولايتونو کې د جګړې دوام د دولتي پوځونو چې د مخالفو وسله والو سره په جګړه اخته دي که د ښارونو دفاع ونه کړای شي د طالبانو د بريدونو پر مهال خو خپل سرونه د جګړې له سيمې ایستلی شي؛ خو په دفاع وزارت کې خيالي پوليس او پوځ زمونږ ناکامي ده چې په جګړه کې د پوځ شمير زيات ښوول کيږي؛ خو ښکيل بيا د ښودل شوي شمير نيمايي هم نه پوره کوي.

اشرف غني چې د مخه کومه انديښنه لرله هغه اوس نه لري، د مخه به د امنيتي پوځونو په روحيه ډاډ من نه و، اوس یې د غير مسلکي اصلي ټکى  په ګوته کړ، چې مسلکي نظامي کسان د جګړې پر مهال سر ورکوي؛ خو سنګر او پوسته نه ورکوي او غير مسلکي په ډيره کمه بيه سنګر يا پوسته پلوري .

که د اشرف غي دې ټکي ته پام وکړو چې غير مسلکي قوماندانان د دفاع په وزارت کې ګمارل شوي دي، ډيره ګرانه ده چې د بروکسل له غونډې راوړي ډالر په خپل ځای مصرف کړای شي.

 لکه څرنګه چې اشرف غني د دفاع په وزارت کې په غيرمسلکيتوب اعتراف وکړ، همدا حال د نورو وزارتونو هم دى، په نورو  وزارتونو کې خو ټوله معامله په  مصلحتونو ده .

د اشرف غني ځینې ويناوې دي چې د کندز جګړه یې دوامداره کړې ده.

 سولې ته تمه لرونکو افغانانو  دکندز له جګړې تعبير کړه، چې اشرف غني او ترې راچاپيره شمالي ټلواله هيڅ وخت سوله نه غواړي ځکه غني د کندز د جګړې په دوام وويل: د هغو طالبانو سر ه سوله نه کوي چې واک یې د بل په لاس کې دى، طالبان هم په همدې ټنګارکوي او د کابل د موجوده ادارې سره سوله نه کوي، وايي په کابل کې موجوده اداره بلواکه اداره ده.

دې موضوع ګيرۍ ته په کتو سره د کندز جګړه له ځانه سره ډير څه لري، که د کندز د جګړې دوام د دفاع په وزارت کې غير مسلکي کسان ګمارل ومنو د ولسمشر انديښه به په خپل ځای ثابته شي؛ خو ترڅنګ یې نور لاملو نه هم شته چې ولسمشر ته به وروسته څرګند شي.

مخکینې مطلب

ترکيه: موټربم بريد ۱۳ سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې

بل مطلب

د کربلا ياد

ځانګړي مطالب

سرمقاله

د جدي شپږمه؛ د تېر درد، د نن ثبات او د سبا مسؤلیت

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
دسمبر 27, 2025
سرمقاله

افغانستان کې د صنعت او سوداګرۍ نوې هیلې

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
نوومبر 17, 2025
سرمقاله

د افغانستان د اقتصادي خوځښت نوې څپه

نشرونکی: احسان تکل
نوومبر 9, 2025
سرمقاله

د تړونونو ماتول، د صهيونيستانو پخوانی عادت

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
نوومبر 5, 2025
سرمقاله

بې پايلې مذاکرات او د کړکېچ د پراختيا ويره

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
اکتوبر 29, 2025

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

د پاکستان جماعت اسلامي ګوند د ایران له دریځ ملاتړ اعلان کړ

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 25, 2026
0

غزه کې د اسرائيلي اشغالګرو په بريدونو کې د پوليس افسرانو په شمول ۱۲ فلسطینیان شهیدان شوي 

نشرونکی: ح جلال
اپریل 25, 2026
0

نتانیاهو “د غزې ویجاړونکی” په سرطان ناروغۍ اخته شوی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 25, 2026
0

بادغیس کې د پاڼ ښوېدو پېښه کې د یوې کورنۍ ۵ غړي مړه شوي او ۲ ټپیان دي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 25, 2026
0

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۸۸۸ کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

نشرونکی: ح جلال
اپریل 25, 2026
0

د ایران بهرنیو چارو وزیر له لوړ پوړو پاکستاني چارواکو سره لیدلي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 25, 2026
0

پروان کې د ۲۲۵ میلیونه ډالرو په لګښت د «صفوان» د سمنټو ستره فابریکه جوړیږي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 25, 2026
0

تهران او څو نورو ښارونو کې د هوايي دفاع سیستم فعال شو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 25, 2026
0

حزب‌الله د صهیونیستي ریژیم پرمختللې بې پیلوټه الوتکه ویشتلې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 25, 2026
0

امریکایي سناتور: کانګو ته د افغان کډوالو لېږلو پرېکړه ظالمانه او غیر اخلاقي ده

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 25, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • ایران او امریکا؛ د لسیزو شخړه او د سیمې د ځواک توازن

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د ایران بهرنیو چارو وزیر اسلام آباد، مسکو او مسقط ته ځي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د ایران بهرنیو چارو وزیر له لوړ پوړو پاکستاني چارواکو سره لیدلي

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
  • بدخشان کې ترافیکي پېښې؛ پنځو کسانو ژوند له لاسه ورکړی

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • بادغیس کې د پاڼ ښوېدو پېښه کې د یوې کورنۍ ۵ غړي مړه شوي او ۲ ټپیان دي

    5 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 1
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

د پاکستان جماعت اسلامي ګوند د ایران له دریځ ملاتړ اعلان کړ

غزه کې د اسرائيلي اشغالګرو په بريدونو کې د پوليس افسرانو په شمول ۱۲ فلسطینیان شهیدان شوي 

نتانیاهو “د غزې ویجاړونکی” په سرطان ناروغۍ اخته شوی

بادغیس کې د پاڼ ښوېدو پېښه کې د یوې کورنۍ ۵ غړي مړه شوي او ۲ ټپیان دي

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۸۸۸ کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

د ایران بهرنیو چارو وزیر له لوړ پوړو پاکستاني چارواکو سره لیدلي

پروان کې د ۲۲۵ میلیونه ډالرو په لګښت د «صفوان» د سمنټو ستره فابریکه جوړیږي

تهران او څو نورو ښارونو کې د هوايي دفاع سیستم فعال شو

حزب‌الله د صهیونیستي ریژیم پرمختللې بې پیلوټه الوتکه ویشتلې

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com