هلمند مرکز لښکرګاه کې هم طالبانو ته ۱۲۵ دولتي کارکوونکي تسلیم شوي او ۶۹ یې وژلي

کابل ټکی کام ۲۰تله/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر

طالبانو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي، چې د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه اړوند د بشرانو هدیرې سیمه کې د دوی جنګیالیو ته ۱۲۵ پولیس او اربکیان تسلیم شوي دي.

خبرپاڼې لیکلي دي، چې دغه دولتي کارکوونکي هغه مهال دوی ته تسلیم شول، کله چې د دوی قوه د طالب جنګیالیو تر کلکې محاصرې او بریدونو لاندې وه.

«دعمري عملیاتوپه لړکې  له بیګاه شپې راهیسي دمرکز لشکرګاه اړوند دبشرانوهدیري په سیمه کې دګوډاګیانو یوه  قوه  دمجاهدینو ترکلکي محاصرې اوبریدونه لاندي وه چې  په پایله کې یې  نن   دیادي قوې  ۱۲۵ تنه پولیس اواربکیان  تسلیم شول  ، د ۵ تنه قومندانانو په شمول  ۶۹  یې دجګړې په مهال قتل  چې جسدونه  یې دجګړې په ډګر پاتي  دي   او  ۳ ۳ تنه یې  زخمي حالت کې اسیران شوي  چې اوس دمجاهدینو له لوري تر درملنې لاندي دي

په جګړه کې  ددښمن ۸ شوبلې اویو کامازموټرسوځول شوي ،   ۲۲۰  میله سپکه اودرنه وسله  ، ۱ زغروال ټانګ ، ۲۲  شوبلې ،  ۲۰  عرادي رینجرموټر، ۳ ټوډي موټر اوډول ډول نورپه زیاته اندازه مهمات غنیمت شويدي».

طالبانو ویلي دي، چې د دغې جګړې پر مهال د دوی ۲ تنه جنګیالي هم وژل شوي او ۵ تنه نور ټپیان دي.

د یادولو ده، نن په روزګان ولایت کې هم ۱۰۰ تنه عسکر او پولیس طالبانو ته تسلیم شول او له ځانه سره یې ۳۰ ټانګونه، ۱۵ رېنجر موټرې او نور ګڼ پوځي مهمات تر طالبانو پورې رسولي دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button