ساده خبرې

جواد څارګر

جګړه اوږده ده، د الزاماتو او اتهاماتو انبارونه لګېدلي، هر کس او ناکس لګیا دی د ځان لپاره ترخذ وهي، د خپل ګوند د حقانیت لپاره کاږه ـ واږه، نوي او زاړه دلایل تراشي او د مخالف ګوند د بطلان لپاره له بېځایه اتهاماتو او افواهاتو کار اخلي.

که څوک ګیله کوي چې په دې وطن کې کمیونېزم او سیکولریزم ناسم تفسیر شوی، ګیله یې ځکه لیونتوب دی چې دلته لا تر اوسه اسلام هم ناسم تفسیر دی، هر څوک کوښښ کوي چې خلکو ته ځان د اسلام په داېره کې وښیي او مخالف جهت ترې خارج کړي.

یو ګوند مشر چې تل به یې په خپلو ویناؤ کې د خلکو احساسات پر دې راپارول چې ګویا وطن یې اشغال دی او خارجي صلیبي ځناور ډَوله عسکر یې په وطن کې عیش ـ عشرت کوي، اما کله چې یې ګوندي وجود له انزوا سره مخ ولېد، یو مخ یې څرخ وخوړ، همدې طاغوتي نظام ته خم شو او د مشروعیت لپاره یې دلایل تراشل ورته شروع کړل.

د طالبانو د مقاومت شپاړسم کال شروع دی؛ په شپاړس کاله کې د طالبانو پر ضد همدا یو اتهام چلېږي چې ګوندې پنجابي جنرالان او پوځیان یې جګړه پر مخ وړي. نه کوم کره ثبوت وړاندې کړی شو، نه کوم اسناد شته، نه د کوم جنرال او پنجابي پوځي مړی ونیول شو.

نه په شپنۍ چاپه کې بندیوان شو، نه په کمین کېوت، نه سي آی ای کشف کړ او نه خاد؛ محض په اتهاماتو خپلو جنګیالیو ته د جګړې روحیه ورکوي او د خپلو افغانانو سره یې د پردیو د ګټو د تحقق په پار جنګوي.

راځئ یوه سر سري پرتلنه وکړو؛ موجوده نظام داسې کوم وزیر، وکیل او والي لري چې یا خارجي تابعیت ونلري، یا په پاکستان، دوبۍ، اروپا او امریکا کې بلډنګونه ونلري او یا د مځکو پر غصب کې لتاړ نه وي؟

برعکس داسې کوم طالب وزیر پېژنئ چې یا یې مځکې غصب کړې وي او یا په داخل او خارج کې بلډنګونه ولري؟

داسې کوم طالب مشر پېژنۍ چې د ملت شتمنۍ یې چور کړي وي او یا یې د بدخشان او پنجشېر لعل او لاجورد په غلا قاچاق کړې وي؟

دمګړۍ طالبان ددې وطن غښتلی قوت دی او د خپل قوت له امله کولای شي د نړۍ هر دولت ورسره معامله وکړي؛ مګر څوک ثابتولای شي چې طالبانو پر دین او وطن سوداګري وکړه، ځانونه یې بسیا او ولس ته یې نادودې زیاتې کړې؟

په داسې حال کې چې د همدې غښتلي سیاسي او نظامي قوت مؤسس او زعیم یک تنها په یوه وړه او غریبانه کوټه کې ساه ورکړه او یو بل زعیم یې بې له ساتونکو او لنډکروزرو په یوه کرایه موټر کې شهید کړی شو.

موجوده مشر یې خپل ګران ځوی د استشهادیانو کتار ته سپارلی او معاون یې له کوره لسګونه شهیدان لري.

د حساب ـ کتاب ورځ نږدې ده او لېرې نه ده چې هغه رهبران او زعماء چې د ولس پر وینو او ارمانونو سوداګري کوي، تورمخونه ودریږي البته هغه کسان چې دداسې تورمخو په درواغو او ظاهري اش کش خطا شوي، باید له عقله کار واخلي، خپل اتلان تفکیک کړي او د روښانه مستقبل لپاره یې تر شاه یې کلک ودرېږي.

د ودان، هوسا او اسلامي افغانستان په هیله

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button